BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د 'نه تاوتريخوالي' ورځ په کابل کې ونمانځل شوه

د نه تاوتريخوالي ورځ د هند د ازادۍ د مشر ماتما گاندي په ياد هر کال نمانځل کېږي
د نړۍ په ١٤٣ هيوادونو کې د ملگروملتونو په سپارښتنه د نه تاوتريخوالي له نامه دماتما گاندي ١٣٨ کليزه ونمانځل شوه.
د نه تاوتريخوالي نړيواله ورځ په افغانستان کې د هند د خپلواکۍ د مشر ماتما گاندي د زوکړې دنمانځنې په پلمه ياده شوه.

د ملگرو ملتونو سر منشي د يوې وينا په خپرولو سره دماتما گاندي يادونه کړې ده اودنه تاوتريخوالي دمفکورې د پرمختيا غږ يې کړى دى.

د نړۍ په ١٤٣ هيوادونو کې د ملگروملتونو په سپارښتنه د نه تاوتريخوالي له نامه دماتما گاندي ١٣٨ کليزه ونمانځل شوه.

دافغانستان د پوهنې وزارت د کابل د حبيبىې په ليسه کې دغه نمانځغونډه رابللې وه چې دزده کوونکو او ښوونکو سربيره يو شمير دولتي چارواکو پکې گډون درلود.

د افغانستان دپوهنې مرستيال وزير صديق پتمن دنه تاوتريخوالي د غورځنگ د لارويانو هغه انديښنې راپورته کړې چې له نن څخه کلونو پخوا د افغانستان د راتلونکي په اړه درلودې.

دماتما گاندي د زوکړې ورځ د نه تاوتريخوالي د نړيوالې ورځې په توگه له هغې لږ شيبه وروسته ولمانځل شوه چې کابل يو ځل بيا يو مرگوني ځانمرگي بريد ولړزاوۀ.

په دې غونډه کې د نه تاوترخوالي د نړيوالې ورځې ياد په داسې حال کې وشو چې په افغانستان کې د تاتريخوالي د توديدو له کبله امنيتي انديښنې ورځ په ورځ ډيريږي .

دافغانستان د پوهنې مرستيال وزير صديق پتمن وويل د سيمې مخکښ مشر خان عبدالغفار خان او دهند د خپلواکۍ د غورځنگ مشر ماتما گاندي د نه تاوتريخوالي فلسفه راپورته کړه چې د خپلواکۍد گټلو لپاره بله لار رامنځته کړي.

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دى چې خلک يې تر بل هر ځاى ډيرد تاوتريخوالي له کبله ځوريدلي دي او لا يې هم زغمي.

افغانان له هوايي بمباريو سربيره دځانمرگو او سړک د غاړې بمي بريدونو له لارې هره ورځ ځاني او مالي قرباني ورکوي. د بشري حقونو ټولنې وايي چې جنگي ډلې په افغانستان کې ملکې خلک په فزيکي ډول ځوروي او روان تاوتريخوالى ددوى په وينا دروحي ځورونې لامل هم گرځيدلى دى.

دهند سفارت ددغې غونډې په رابللو کې مرسته کړې وه .په دې غونډه کې د حبيبىې د ليسې زده کونکو هم وينا وې وکړې اوهغه هندي ترانې يې وويلې چې د ماتماگاندي په ياد ويل شوي دي.

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کې مون د يوې وينا په خپرولو سره ټينگار کړى دى چې دماتما گاندي د نه تاوتريخوالي مفکورې ته بايد پرمختيا ورکړل شي چې په نړۍ کې له زغمه وتلي تاوتريخوالي ځاى ونيسي.

د اکتوبر دويمه نيټه دنه تاوتريخوالي دنړيوالې ورځې په توگه د هند د خپلواکۍ دغورځنگ د مشرماتما گاندي د کړنو په وياړ د ملگرو ملتونو د هغه په نامه ونوموله اود روان کال د جون په مياشت کې د نړۍ د ١٤٣ هيوادونو له خوا ومنل شوه.

ماتما گاندي دبرتانيا د ښکيلاک په وړاندې سوله ييزه لار خپله کړه او په کال ١٩٤٧ يې برتانوي زبيښاک له هنده وايسته. نوموړى په ١٩٤٨ زيږدي کال د يو بنسټپاله هندي وگړي له خوا په ډزو وويشتل شو او ووژل شو.

ورسره تړلي نور خبرونه
افغانستان د سولې ورځ لمانځي
21 سپتمبر, 2007 | افغانستان
دسولې يوه ورځ:چمتوالى روان دى
20 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت