|
افغانستان د سولې ورځ لمانځي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په نژدې ټول افغانستان کې د سولې نړيواله اعلان شوې ورځ د غونډو په لړکې و لمانځل شوه . په ترانو، شعارونو، کنسرتونو او په ويناوو دسمبالو غونډو په ترڅ کې له جگړه والو همدا يوه غوښتنه وه چې دافغانستان د جوړېدو او د سوکاله ژوند لپاره دې ټوپک ښکته او سوله دې پلي کړي . د کابل په گډون د سولې د ورځې د لمانځلو په ټولو غونډو کې په سلگونو کسانو برخه اخيستي وه او دغه نړيواله ورځ يې ښه په شور سره ولمانځله . په کابل کې د سولې دورځې د لمانځلو لپاره په سلگونو کسان تر يوې خيمې لاندې سره را ټول شوي و و . د کابل د استقلال ليسه د سولې په اړه د رسم شويو سمبولونو، شعارونو ، وينا وو او د لاسې صنا يعو په يوه نندارتون بدله شوې وه. د غونډې لپاره درول شوې لويه خيمه هم په هغو شنو اسماني وړو بيرغونو ډکه وه چې نا ستو گډونوالو يې په لاسونو کې نيولي وو . د غونډې د برخه والو ولولو به هله زور وا خيست چې د ما شومانو له خولې به د شعر په ژبه د سولې او وروولى غږونه پورته شول . د کابل د سولې د لمانځلو د غونډې ډير برخه وال د ښونځيو زده کونکي و ،په ځانگړي توگه نجونې وې چې د تر انو د لوستلو تر څنگ يې د تمثيلي ټوټو په ښولو سره د سولې پيغا مونه وړاندې کړل . د گڼو خبريالانو پام هم دتنکيو ماشومانو احساساتو، فکرونو او وينا و ته وو چې دټولوله خولې د سولې غږ پورته کېده . د افغانستان په ډيرو نور ولايتو نوکې لکه خوست ، کونړ ، با ميان ، پکتيا ، غزني ، هرات او مزار شريف کې هم د لويو لويو غونډو په ترڅ کې د سولې ددغې ييک يوې نړيوالې ورځې لمانځنه وشوه . پر دې سر بېره په پلازمينه کې د اروپايي ټولنې او ملگرو ملتونو په ادارو او يو شمير نوروبهر نيو ټولنو کې هم دسولې د ورځې لمانځنه وشوه . ددغو ټولو نا ستو په ترڅ کې يوازينۍ غوښتنه جنگ ځپلي افغانستان ته د سولې هيله وه . دمدنې ټولنې يوې فعالې ميرمن روشن څيړن وويل چې که سوله نه وي نو ژوند هيڅ مانا نه لري . (( دافغانستان او افغانانو د پر مختگ يوازينۍ لاره سوله ده او را ځئ چې ددغې لارې د موندلو لپاره هڅې وکړو )) د سپټمبر ٢١ په ټولې نړى کې دسولې ورځ اعلان شوې چې نن په افغانستان کې ددغې ورځې د لمانځنې په ترڅ کې غوښتنه وشوه چې هر کال دې ددغې ورځي لما نځنه وشي . خو د اسې ښکاري چې په جگړه کې ښکيلو دواړو غاړو په دغه ورځ د جگړې د نه کولو ژمنې ته درنا وى ونه کړ . په هلمند کې جنگونو او بمبارونو او په کابل کې ځان مرگي بريد د سولې په وړاندې شته شکونه لاپسې زيات کړل . | ورسره تړلي نور خبرونه دسولې يوه ورځ:چمتوالى روان دى20 سپتمبر, 2007 | افغانستان ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل21 سپتمبر, 2007 | افغانستان دکابل ځانمرگي يوبهرنى سرتيرى وواژه 21 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||