BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دسولې يوه ورځ:چمتوالى روان دى

سوله
ددغو ما شومانو په پورته کړو ځانگړو کاغذ پرانونو د سپينو کوترو تصويرونه چاپ شوي وو چې د سولې دپيغام رسونکي گڼل کيږي .
دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې د سولې د ورځې د را رسېدو په اړوند غونډې وشوې .

د ټو لو نا ستو په ترڅ کې غوښتنه شوې چې د ملگرو ملتونو په نوښت ددغې ورځې په ترڅ کې دې له جنگ جگړو څخه ډډه وشي .

نا ټو ويلي که بريد پرې ونشي نو په بشپړ ډول به دسولې د ورځې درنا وى وکړي .

د جمعي ورځ چې د سپټامبر ٢١ ده ملگرو ملتونو په افغانستان کې د سولې د ورځې په توگه اعلان کړې .

افغان دولت او نا ټو ځوا کونو دواړو د سپټامبر ٢١ ته پوره درناوى اعلان کړى دغه ورځ دملگرو ملتونو له خوا د سولې د ورځې په نوم نومول شوې .

دنا ټو ځواکونو ويلي که يې پرې بريد ونشي نو د سولې په دغه ورځ به له جگړې لاس واخلي . په کابل کې د نا ټو ملکي وياند نيکولاس لنټ وايي :

((مو ږ لا له وړاندې دملگرو ملتونو په غوښتنه د سپټمبر ٢١ ته چې د سولې د نړيوالې ورځې په توگه نومول شوې مٍثبت ځواب ويلى او له دې گامه مو هرکلى کړى .

د ليل يې دادى چې په افغانستان کې د ناټو موخه د سولې او ټيکاو را وستل دي . سوله ساتي ځواکونه ځکه په افغانستان کې ميشت دي چې افغانان ټول کال په سوله کې ژوند وکړي ، خو دا خبره به هله ښه روښانه شي چې موږ جگړې ته مجبوره نشو ))

تر دې مهاله د طالبانو دريځ نه دى مالوم چې د ملگرو ملتونو له خوا د سولې په يادې شوې ورځ به خپل بريدونه دروي که نه ؟

ملگرو ملتونو او په افغانستان کې مدني ټولنود غونډو په ترڅ کې له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې د سپټامبر په ٢١ دې د سولې د ورځې په توگه جگړه نه کوي .

په کابل كې شا وخوا سلو تنوماشومانوددغې نړيوالې ورځې په درشل کې د ښار مرنجان غونډۍ ته پورته شول او د گوډي پرانو په پورته کولو سره يې د خوښۍ احساسات وښودل.

ددغو ما شومانو په پورته کړو ځانگړو کاغذ پرانونو د سپينو کوترو تصويرونه چاپ شوي وو چې د سولې دپيغام رسونکي گڼل کيږي .

دغه شنه گوډي پرانونه دوى ته د ملگرو ملتونو لخوا برا بر شوي و . د ملگرو ملتونوديونا ما ددفتر يو استازى نعيم الله سا لرزى ددغه کارموخه د سولې د ورځې د را رسېدو هر کلي وباله .

(( دغه چاره داشيانې په نوښت شوې موږ ترې ملاتړ کړى او موخه يې داده چې خلک د سولې د ورځې د را رسېدو لپاره خپل احسا سات وښيي.))

په نورو ولايتونو کې هم د ملگرو ملتونو له خوا د سولې د نومول شوې ورځې را رسېدل د غونډو په ترڅ کې ولمانځل شو او د سولې په ښيگڼو او دجگړوپه بدمرغيو څرگندونې وشوي .

په دغو نا ستو کې له ټو لو وسله والو د تل پاتې سولې لپاره د هلو ځلو غوښتنه شوې .

په افغانستان کې نړيوالې ټولنه دجمعې ورځ ته چې دسولې ورځ ده په ډېره هېله گوري چې نور ددغه هېواد خلک د سولې او ټيکاو خا وندان شي .

خو وروستيو جگړو او تا وتريخوالي ته په کتو سره داسې شکونه تر ستر گو کيږي چې دغه ډول ورځې او چارې دې د نا امنيو په کمېدو کې کوم ځانگړى اغيز ولري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت