BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:32 گرينويچ 2007 ,20 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م:دسولې په ورځ تاوتريخوالى پريږدئ

سوله
د ملگرو ملتونو کولتوري ټولنې يونيسکو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې يونيسيف ټينگارکړى چې د افغانستان په هره سيمه کې به د پوهنې او ښونې روزنې په پرمختيا کې پخپله ژمنه ودريږي.
د سولې د نړيوالې ورځې له لمانځلو څخه يوه ورځ وړاندې ملگرو ملتونو د يوې وينا په خپرولو سره په افغانستان کې دښونځيو د زده کونکواو ښونکو د ملاتړ غوښتنه کړې ده .

ټاکل شوې ده چې په ټوله نړۍ کې د سپتمبر ٢١ نيټه د سولې د ورځې په توگه ولمانځل شي .

د ملگرو ملتونو کولتوري ټولنې (( يونسکو )) او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې((يونيسيف)) ددغې ورځې په درشل کې د يوې وينا په خپرولو سره په کلکه له ټولو غوښتي دي چې ماشومان او ښونکي په ښونځيو کې له هر ډول تاوتريخوالي وساتل شي .

دغه وينا په افغانستان کې دشپږ ميليونه ماشومانو د ښونې روزنې بهير او ١٢٠٠٠٠ نورو ته د ليک لوست زده کړه په دې هيواد کې د هرماشوم او د هرې کورنۍ د پياوړتياکليي بولي .

تاوترخوالى
 دغه ورځ ټولې بشري نړۍ ته داشوني کوي چې يو لاس شي او د سولې لپاره خپلې ژمنې څرگندې کړي اوتاوتريخوالى پريږدي.
ملگري ملتونه

د ملگرو ملتونو دغه دوه ټولنې په دې وينا کې د ښونې روزنې روان بهير په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټينگښت لپاره اړين گام بولي چې ددرې لسيزو راهيسې د جگړو او تاوتريخوالي ډگر دى.

د ملگرو ملتونو کولتوري ټولنې يونيسکو او د ماشومانو د ملاتړ ټولنې يونيسيف ټينگارکړى چې د افغانستان په هره سيمه کې به د پوهنې او ښونې روزنې په پرمختيا کې پخپله ژمنه ودريږي.

د سولې ورځ څه ده:

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلې په٢٠٠١ لومړي کال کې يو پريکړه ليک ومانه چې له مخې يې هر کال يوه ورځ يانې د سپتمبر٢١ نيټه په نړيواله کچه د اوربند او د تاوتريخوالي د بندولو د ورځې په توگه ولمانځي.

ملگري ملتونه وايي چې دغه ورځ ټولې بشري نړۍ ته داشوني کوي چې يو لاس شي او د سولې لپاره خپلې ژمنې څرگندې کړي .

ملگري ملتونه باور لري چې له دې سره سره چې دا يوه ورځ ده خو له دې وخت څخه بايد يوڅه ترلاسه کړل شي.

په افغانستان کې ددې ورځې هرکلى:

ډيروعادي افغانانو بي بي سي ته ويلي دي چې ټاکل شوې ده يوه ورځ دوى له اوږدې جگړې څخه وروسته په سوله کې ژوند وکړي او له دې کبله دوى ډير خوشاله دي .

ماشوم د سولې گوډي پران سره
 اټکل ١٠٠تنوماشومانوددغې نړيوالې ورځې په درشل کې د ښار يوې لوړې غونډۍ ته پورته شول او د گوډي پرانو په الوزولو سره يې د خوښۍ احساسات وښودل.

د کابل په ښار کې يو څلور لارى د سولې په نامه ونومول شو او د اشيانې په نامه د

ماشومانو ديوې ساتندوى يې ادارې اټکل ١٠٠تنوماشومانوددغې نړيوالې ورځې په

درشل کې د ښار يوې لوړې غونډۍ ته پورته شول او د گوډي پرانو په الوزولو سره يې د خوښۍ احساسات وښودل.

په نورو ولايتونو کې هم د ورته جشن اټکل شوى دى او د ښارونو په ځينې برخو کې د سولې د ورځې پوسټرونه او په دې وياړ چاپ شوي شعارونه راځړيدلي دي .

په دغو شعارونو کې له هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې د يو بل په وړاندې جنگيږي په کلکه غوښتل شوي دي چې د سپتمبر پر٢١ نيټه سولې ته هرکلى ووايي او جگړه پريږدي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت