BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:31 گرينويچ 2006 ,20 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د غبرگولي ٣٠ د سولې ملي ورځ ونومول شوه
افغانستان
افغانستان
افغانستان کې په تيرو ٣٠ کلونو کې په کومې کچې جگړې او زورزياتى وه په دغه انډول دسولې او زورزياتي ختمولو پر اړتيا هم ټينگار شوى. خو دا لمړى ځل دى چې په دغه هيواد کې يوه ورځ د سولې ورځ نومول کيږي.

د افغانستان د مدني ټولنو د اتحادې مشر راز محمد دليلي وايي افغانستان کې د سولې راوستل اوږدمهاله پروسه ده . چې په آسانۍ او يوازې وسلې سره په مخه نه تر سره کيږي. دى د جگړې د پديدې له بيلابيلو ډولونو خبرې کوي دي زياتوي

!!دسولې لپاره د مدني ټولنو اتحاديه په دې آند ده چې موږ بايد سوله له ټولنې پيل کړو، که سوله له ټولنې را پورته شي نو تلپاتې به وي.

که نن موږ فکر وکړو چې په افغانستان کې سوله شته، نو تير وتلي يو، ځکه تر اوسه هم د خلکو په ذهنونو کې او ددوئ تر منځ په کورني چاپيريال او کليو کې زور زياتى شته.

موږ د دغې ورځې د ترسره کولو لپاره بيلابيل فعاليتونه په پام کې لرو چې وکړى شو خلک سره يو موټي کړو. ""

د افغانستان د مدني ټولنو د اتحادې په وينا ټاکل شوېده د سولې په ملې ورځ د لاريونو او غونډو په گډون يو لړ بيلابيل پروگرامونه په ټول هيواد کې تر سره شي.

د سولې ملي ورځې ته سپورټي سيالۍ، د فلمونو نندارې، او د شعر او داستان شپې په پام کې نيول شوې دي.

د مدني ټولنو اتحاديه به د سولې په ملي ورځ د غبرگولي په ٣٠ په پنځو ادبې او هنري برخو کې تر ټولو ښو آثارو ته چې د سولې پيغام ولري نقدي جايزې هم ورکړي.

قضاوت کوونکي پلاوي سرله اوس نه د هغو ادبي او هنري آثارو کتنه پيل کړې چې ددغې ورځې په تړاو د مدني ټولنو اتحادې ته ور سپارل شوي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت