BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:38 گرينويچ 2007 ,20 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م م :دسولې ورځ په افغانستان کې لمانځو

م م جنډه
ملگري ملتونه وايي دسپتمبر پر ٢١ دسولې نړيواله ورځ به په افغانستان کې لمانځي .
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو چارواکي وايي ټاکل شوې چې سږ کال د سپټامبر د ٢١ نيټې څخه په دغه هېواد کې د سولې د نړيوالې ورځې په توگه لمانځنه وشي .

دغه ورځ له ٨ کلونو راپديخوا هر کال د وتلي برتانوي هنر مند او فلم جوړونکي جرمي گيلي په نوښت د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې لمانځل کيږي.

په کابل کې د ملگروملتونو يوناما ددفتر وياند ادرين ادوارد وويل ددغې ورځې دلمانځني لپاره دخلکو دهڅونې په موخه ملگرو ملتونو ٢ مياشتنى کمپاين په لاره

واچاوو چې وتلي برتانوي فلمي لوبغاړي گيلي او جودلا پکې گډون لري .

لسگونو خبريالانو ته د وتلي برتانوي سينمايي ستوري جرمي گيلي په وړاندې يو جوړ شوى فلم وښول شو .

په دې سره ديوې ورځې د سولې لپاره دافغانانو د پوهولو او هڅولو لړى پيل شوه .

جرمي دغه نوښت د نړيوالې سولې د انگيزې دخورولولپاره کړى .

(( د تلويژون په لېدلو مې داسې فکر وکړ چې نړۍ په يو بد وضيعت کې ده .

هر څومره چې مې تا وتريخوالى زيات وليد هغومره ډېر نهيلى شوم .

د بدلون د را وستو په فکر کې شوم ، خو ومې پتيله چې وړتيا يې نه لرم . بالا خره د ١٩٩٨ په جولاى کې يوه مفکوره زما ذهن ته راغله .

هغه داوه چې څه به وشي که د ٢٤ ساعتونو لپاره دنړۍ خلک له تاو تريخوالي او وينې له تويولو څخه لاس واخلي .))

جرمي په کابل کې دنړيوالې يوې ورځنۍ سولې د ورځې دلمانځنې لپاره دهڅونې د کمپاين د پيل په مراسمو کې خوښ ښکاريده .

له ده سره يو بل برتانوى فلمي ستورى جودلا هم ملگرى دى . دوى په افغانستان کې د يوه مستند فلم جوړيدل هم له يوې اونۍ راهېسې پيل کړي دي.

جرمي گيلي وايي دده ملگري هوډمن دي چې په نوي جوړېدونکي مستند فلم کې به افغانستان او ددغه هېواد د خلکو ريښتينى انځو ر مرکزي ځاى ولري چې موخه يې نړى ته دافغانانو د ژوند دانځور ښودل دي .

دغه برتانوى فلمي ستورى وايي جوړيدونکى فلم به د نړۍ په ٧ فلمي نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړي .

گيلي وايي ددغه فلم د ښودلو بله موخه افغانانو ته د راتلونکي په اړه د باور ورکول دي چې دده په اند دافغان چارواکو او ځينو وتلو څيرو سره يې په خبرو او لېدنو کې دا ومونده چې ددغه هېواد خلک خپل راتلونکي ته هيله من دي او دده په باور د تل لپاره د سولې غوښتنه کوي .

جرمي گيلي وايي په افغانستان کې د يوې ورځې سولې د لمانځلو ورځ به نړيوالو ته په ډېر قوت سره وښيي چې افغانان د تل پاتې سولې لپاره ډېرلېواله دي .

تردې مهاله جرمي د سولې د ورځې د لمانځلو دغه پيغام د نړۍ ٥٠ هېوادونو ته ليږدولى او دهغو هېوادونو خلکو ته يې د ېوې ورځې لپاره د سولې انگيزه ور وړې .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت