|
م.م: عدلي او قضايي سمونونه دې چټک شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو سازمان پر افغان حکومت او د حکومت پر نړيوالو ملاتړو غږ کړى چې خپل ټول پام په دغه هيواد کې د قانون د پلي کولو په لور واړوي . په کابل کې د سازمان د سرمنشي ځانگړي استازي ټام کونيگز په تيرو پنځوو کلونو په دې برخه کې رامنځته شوى پرمختگ خورا ناڅيزه او په نشت حساب بللى. ظاهرا داسې برېښي چې ملگري ملتونه په افغانستان کې د قضايي اصلاحاتو د روان بهير د چټکتيا په موخه د جولاى په دويمه او درېيمه نېټه د ايټاليا په پلازمينه، روم، کې له جوړېدونکي نړيوال کنفرانس نه د ډېرڅۀ تمه لري. په تيرو پنځوو کلونو کې په افغانستان کې د قضايي اصلاحاتو په بهير د سازمان لويه نيوکه د ورو او ځنډني پر مختگ له اړخه ده. د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د سازمان د سياسي استازۍ يوناما مشر ټام کونيگز د دوشنبې په ورځ په يوه خبري ناسته کې پر افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غړ وکړ چې له ځنډ پرته او په ټول وس سره په هيواد کې د اغېزمنو عدلي او قضايي اصلاحاتو راوستو ته مټې راونغاړي. دۀ وويل په دې اړه به يې د روم د کنفرانس له ټولو برخه والو غوښتنه دا وي چې د عمومي ژمنو پر ځاى ځانگړو او ټاکلو مسووليتونو ته اوږه ورکړي. هغه وويل: ''ملگري ملتونه دغۀ کنفرانس ته په افغانستان کې د قانون د پلي کېدو له راڼۀ پيغام سره ورځي. با يد چې له قانون نه د سرغړونو، فساد، غير مسلکي پوليسو او ناباوره قضايي سيستم دوران نور پاى ته ورسيږي . د دې لپاره له يوۀ لورې د نړيوالې ټولنې او مرسته کوونکو هيوادونو او له بل لورې د افغان حکومت او پارلمان له لورې د غوڅو ژمنو د کولو اړتيا ده. داسې معلومداره ژمنې چې عملي بڼه ولري او تر شايې له هر چا نه د کړو ژمنوحساب واخيستل شي.'' ښاغلي کونيگز د حکومت د مخالفانو تر څنگ کله ناکله پخپله د حکومت دننه پر پيښيدونکې سياسي ترينگلتيا هم انديښنه او دا يې هم په اصل کې د قانون د نه پلي کيدو پايله وبلله . دۀ وويل: ''زه تل د ټولو هغو کسانو له اړخه چې تاو تريخوالي ته مخه کوي اندېښمن يم. که دا په حکومت کې شامل کسان وي او که بهر، که څۀ هم دا د سوک، څپېړې او وهلو ټکولو شخړه وي، که په پارلمان کې په بوتلونو د يو بل وېشتل. دا د اختلافونو د حل قانوني او متمدنه لاره نه ده. پکار دا ده چې دا ډول هر مخالفت د خبرو اترو له لارې او د اړتيا په صورت کې له قانوني او حقوقي لاروحل شي.''
ډاکټر ټام کونيگز دا هم گڼله چې په افغانستان کې مېشت نړيوال ځواکونه هم د ټول هيواد په کچه او په ټولو يو شان د قانون د پلي کېدو په برخه کې د ده په باور د پام وړ مرسته کولى شي. ښاغلى کونيگز زياته کړه: ''زما په باور په افغانستان کې مېشت نړيوال پوځي ځواکونه په هيواد کې د قانون د پلي کيدو د ملاتړ په برخه کې ډېر څه کولى شي. دا ډول ننگونې نه يوازې د هيواد په سويل، بلکې په مزار او شبرغان کې هم شته.'' د ملگرو ملتونو د سازمان دغۀ چارواکي د يوه بل ځل لپاره په افغانستان کې د انتقالي عدالت د پروگرام د پلي کيدو پر اړتيا هم ټينگار وکړاو ويې ويل له دې پرته نه عدالت خوندي کيدى شي او نه پرعدالت د خلکو باور. له لويه سره په افغانستان کې د قضايي سيستم سمول د بون د کنفرانس يوه مهمه پرېکړه بلل کيږي او په عملي کولو يې په تيرو پنځوو کلونو کې د پام وړ پيسې هم لگيدلې. خو ظاهرا داسې برېښي چې تر سره شوې هڅې هومره اغېزمنې نه وې چې تمه يې کېده. | ورسره تړلي نور خبرونه کابل ورځپاڼې قضايي سيستم ته رايه ازمېښت بولي10 مۍ, 2006 | خبرونه قضايي سيستم کې د اصلاحاتو غوښتنه05 فبروري, 2006 | خبرونه نړيوالو له افغانستان سره خپله ژمنتيا وښوده31 جنوري, 2006 | خبرونه په لندن کې د افغانستان په اړه نړيواله غونډه 20 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||