BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:15 گرينويچ 2006 ,10 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل ورځپاڼې قضايي سيستم ته رايه ازمېښت بولي
ورځپاڼې
ولسي جرگې پرون د سترې محکمې قاضيانو باندې بحث پيل کړ ورځپاڼې وايي دا يو ازمېښت دى
د څراغ ورځپاڼه د افغانستان قضايي سيستم ته په کتنه ليکي چې د دوى په وينا تيرو څو کلونو کې بډې ، خپلوۍ پالل او آن بهرنى اغيز پکې ښکاره و .

په همدې دليل د څراغ ورځپاڼه قضايي ځواک ته رايه د ولسي جرگې يو بل ازمېښت بولي .

د انيس ورځپاڼه د ښوونځيو سوځولو ته پام اړولى او له ولسه يې د ساتنې غوښتنه لري .

دغې ورځپاڼې د کاپيسا په ولايت کې د دوو ښوونځيو د سوځولو يادونه هم کړې ده .

هيواد ورځپاڼه د کابل ښار پاکولو ته وړانديز لري چې ښاروالي دې د پخوانيو کلونو په څير آن ډيزلي گاډي ښار کې نه پريږدي .

د ورځپانې په گومان په پلازمېنه کې چاپيريالي ککړتيا خورا ډيره ده چې زاړۀ گاډي پکې ونډه لري .

د افغانستان دکانونو او نورو زيرمو ناقانونه کارول د ارادې ورځپاڼې په يوې ليکنې کې څيړل شوي او افغان دولت ته وړانديز شوى دى چې مخنيوى يې وکړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت