BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:29 گرينويچ 2007 ,05 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
م.م: پاکستان دې افغان کډوالو په زوره نه باسي

افغان کډوال
ملگري ملتونه وايي افغانستان د دومره ډېرو کډالو منلو ته په يوۀ وار چمتو نه دى
د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR د پاکستان پر حکومت غږ کړى چې په دغه هيواد کې د ميشتو افغان کډوالو د پنډغالو په تړلو کې د زور له کارولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ادارې ځايي مشر سلواتور لومباردو اندېښنه ښوولې چې که په گڼ شميرکې افغان کډوال په يوه ځل د کمپونو پريښودو ته اړايستل شي، دا به د دوى د ادارې او افغان حکومت دواړو لپاره يوه لويه ستونزه وي

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې UNHCR دغه انديښنې په داسې حال کې ډاگيزه کړې چې د پاکستان د حکومت له لورې د اعلان شوي پروگرام له مخې په صوبه سرحد کې د کچه گړۍ او په بلوچستان کې د پير عليزي د پنډغالو تړلو ته ايله لس ورځې او تر شا يې د جلوزو او گردي ځنگل د کمپونو تړلو ته يوازې دوه نيمې مياشتې پاتي دي.

دغه څلورواړه د افغان کډوالو ډير پخواني او گڼ ميشتي پنډغالي ياديږي . تر اوسه داسې بريښي چې په دغو کمپونو کې له ٢٠٠٠٠٠ زيات مېشت کډوال د پاکستان د حکومت له لورې له ورکړل شوي خبرداري سره-سره د خپلو کوډلو پريښودوته تيار نه دي .

د UNHCR چارواکي دا گڼي چې د تيرو کلونو خلاف دا ځل د پاکستان حکومت په غوڅه د اعلان شوي پروگرام د پلي کولو تکل لري. له همدې کبله دوى پر پاکستان غږ کړى چې د کمپونو په تړلو کې زور ونه کاروي، بلکې له خبرو اترو او سوله ييزو لارو چارو کار واخلي.

 ''موږ دليل لرو چې د امنيتي حالاتو د خرابيدو له اړخه انديښمن و اوسو. زموږ د موندنو له مخې ډيرې هغه سيمې چې کډوال به ورته د کمپونو د تړل کېدو په پايله کې په ورستنېدو اړ وي د افغانستان په سويل او ختيځ کې تر ټولو ناکراره سيمې دي
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر سلواتور لومباردو

په کابل کې د UNHCR د ادارې ځايي مشر سلواتور لومباردو په دې اړه خبريالانو ته په څرگندونو کې ددې خبرې باوري کول اړين وبلل چې د کډوالو راستنيدنه بايد په شړنه نه، بلکې په خپله خوښه وي .

هغه وويل: ''تر کومه چې زموږ د اندېښنو خبره ده، زما په فکر لومړى باېد د پرنسيپونو د سموالي او خونديتوب خبره يقيني شي. د دې ټولو په سر کې په خپله خوښه د را ستنېدو پرنسيپ راځي. زموږ اداره او د پاکستان حکومت دواړه له دې اړخه مسووليت لرو. دويمه خبره د کمپونو د تړل کيدو څرنگوالى دى.

په دې کې بايد د خبرو اترو او افغانستان ته د راتلو يا کوم بل کمپ ته د ليږدېدو د انتخاب لپاره فرصت موجود وي . زه يو ځل بيا هم دا خبره کول غواړم چې په نښه شوي پنډغالي بايد په سوله ييزه بڼه وتړل شي او تر وسه وسه د زور له کارولو ډډه وشي.''

په افغانستان کې د UNHCR دغۀ چارواکي د ظرفيتونو د کمي او امنيتي ستونزو له کبله د کمپونو د تړل کيدو په پايله کې د راستنيدونکو کډوالو د لاسنيوي له اړخه هم انديښمن و.

له پېښوره افغانستان ته د تلو په حال کې افغان کډوال
تر اوسه داسې برېښي چې په څلورو تړل کېدونکو پنډغالو کې تر ٢٠٠٠٠٠ زيات مېشت کډوال د پاکستان د حکومت له لورې له ورکړل شوي خبرداري سره-سره د خپلو کوډلو پريښودوته نه دي تيار

دۀ وويل: ''موږ دليل لرو چې د امنيتي حالاتو د خرابيدو له اړخه انديښمن و اوسو. زموږ د موندنو له مخې ډيرې هغه سيمې چې کډوال به ورته د کمپونو د تړل کېدو په پايله کې په ورستنېدو اړ وي د افغانستان په سويل او ختيځ کې تر ټولو ناکراره سيمې دي.

دا داسې سيمې دي چې موږ هم د امنيتي اندېښنو له کبله نه شو وررسيدى. د دې تر څنگ د افغان حکومت امکانات او ظرفيتونه هم په دې کچه نه دي چې په يوه ځل په گڼ شمېر کې د ورستنيدونکو کډوالو لاسنيوى وکړي. د دې يوه ښه بيلگه په دې وروستيو کې له ايران نه د شړل شويو کډوالو تجربې بلل کيدى شي.''

د UNHCR چارواکي وايي چې دغه اندېښنې به يې د جون په اتمه يانې د روانې اونۍ په پاې کې په دوبۍ کې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو او د دوى د ادارې د پلاوو دجوړيدونکې درې اړخيزه غونډې د اجندا د سر ټکي وي.

د ملگرو ملتونو د کډوالو د ادارې چارواکو دا تمه هم ښوولې چې د دوبۍ په دغه غونډه کې به په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه پخوانى دري اړخيز تړون چې اوس پاى ته رسيدلې د نورو دريو کلونو لپاره له سره نوى شي. له پاکستانه د افغان کډوالو د خپلې خوښې راستنيدل د دغه تړون د سر خبره ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت