|
"پېښور کې د کډوالو کمپ جنگيالي روزي" | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له ډير ځنډ او څنگځنو اشارو وروسته افغان چارواکي په څانگړي ډول د هغو روزنځايونو نومونه په لومړى ځل اخلي چې ددوى په وينا پکې تنکي کډوال د افغان حکومت له مخالفينو سره د يو ځاى کيدو په هيله جنگي روزنه ويني او افغانستان ته استول کيږي. د افغانستان د ملي امنيت د رياست ويندوى سعيدانصاري وايي د کره رپوټونو پر بنسټ پيښور کې د افغان کډوالو په پنډغالي شمشتو اود مانسهرې په سيمه کې د ښاغلي حکمتيار د اسلامي گوند غړي خلک افغانستان کې جنگيدو او د طالبانو له ليکو سره يو ځاى کيدو ته را بولي. ښاغلى انصاري وايي شمشتو او مانسهره د دۀ په وينا د ترهگرو د روزلو په مرکزونو بدل شوي. د افغانستان ملي امنيت يا استخبارات دعوه کوي چې د پاکستان استخبارات د ښاغلي حکمتيار د گوند تر شا ولاړ دي او کلک ملاتړ يې کوي. د ملي امنيت د رياست ويندوى سعيد انصاري له بي بي سي سره په خبرو کې زياته کړه اسلامي گوند د افغان کډوالو په پنډغانو کې دومره برلاسى دى چې آن ددوى په وينا د ملي امنيت رياست وايي اسلامي گوند خلکو ته گواښنه کړې چې که چا ددوى له قانونه سر غړونه وکړه لومړى به پرې بريښنا ودرول شي او که بيا بيا يې سرغړونه وکړه نو له پنډغالي نه به و ايستل شي. ښاغلى انصاري ادعا کوي د شمشتو په پنډغالي کې د اسلامي گوند له دفتر سره څيرمه د نصرت په نامه جومات کې د روزنې يو مرکز شته چې افق نوميږي او له هماغه ځايه خلک افغانستان ته استول کيږي. له طالب پلوو ډلو سره په مرستې د پاکستان او د هغۀ هيواد د استخباراتي ادارو د تورنولو لړۍ له څو کلونو را هيسې روانه ده چې پاکستان يې هر کله په کلکه ردوي، خو پاکستان ته د ښاغلي کرزي له سفره او پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف ته په پاکستان کې د طالبانو د روزن او پټنځايونو د پتو له ورکړې وروسته تورونو لا ډير دقت موندلى او دا دى اوس افغان چارواکي پر ځانگړو کسانو، روزن او پټنځايونو گوته ږدي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||