|
م م سرمنشي:ملکي خلکو ته پام وکړئ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ملگرو ملتونو سرمنشي بن کي مون نن د افغانستان په پلازمېنې کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل . دا کابل ته د بان کي مون لومړى سفر و چې د ملگرو ملتونو مشرۍ ته د رسېدو وروسته يې تر سره کوي . د ولسمشر وياند وايي چې دخبرو اجنډا له نژدې د افغانستان د امنيت او پر مختگ د څيړل و. د ملگرو ملتونو مشر د جمعې په ورځ له افغان مشرتابه او دناټو له قومندانانو سره تر ليدنو کتنو وروسته افغانستان پرېښود . افغانستان ته د بان کي مون دغه سفر له وړاندې نه وواعلان شوى . دا سفر په داسې حال کې تر سره شو چې په دغه هېواد کې ددولت دمخالفينو بريدونه زيات شوي دي. اودحکومت پر وسله والو مخالفينو د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې دملکي وگړو دمرگ ژوبلې په اړه نيوکې او اندېښنې په زېاتېدو دي . د ولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي بي بي سي ته وويل چې د بان کي مون او حامد کرزي په خبر و کې په دغو ټکو باندې پوره بحت وشو . (( دده د سفر موخه دافغانستان د حالاتو څېړل ، د ترهگرۍ، مخدره توکو او اداري فساد سره په مبارزې او د بيارغاونې دچارو په اړه بحث کول و. همدارنگه ښاغلي بان کي مون دافغان ولسمشر د تگلارو څخه ملاتړ وکړ. خو د عملياتو په ترڅ کې يې دملکي وگړو د مرگ ژوبلې په اړه اندېښنه وښوده او ددغه کار په مخنيوي يې ټينگار ي وکړ.)) وياند کريم رحيمي وايي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د امن د سيمه ييزې جوړېدونکي جرگې پر سر په خبرو سربېره ، دملگرو ملتونو مشر په افغانستان کې په شويو پرمختگونو خوښي وښوده . ښاغلي مون په جلا ډول په افغا نستان کې د ناټود ځواکونو له قومندان سره هم وکتل چې د ترهگرى سره جگړه او دافغانستان د امنيت موضوعگانې يې دخبرو اصلي ټکي و . د افغان مشر تابه له تگلار و او د نړيوالو مرستو پر سر د ملگرو ملتونو د سرمنشي دملاتړخبره او په لويه کې دغه سفر د حامد کرزي د حکومت څخه د ښکاره نړيوال ملاتړ نښه بلل کيږي . کابل ته د ملگرو ملتونو دمشر د سفر پر مهال د کابل او افغانستان د نورو سيمو امنيتي وضيعت په تسبي ډول ارامه او دجمعې د رخصت له کبله د ښار په واټونو کې موټرونه کم تر ستر گو کېدل . خو د ننگرهار د شيرازادو په ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له خوا د څلور تنو په وژلو سره چې ادعا کيږي ملکي خلک دي ، د جمعې ورځ هم پر يو خونړي خبر وپوښله . کابل ته د ښاغلي مون سفر له هغه نړيوال کنفرانس څخه دوه ورځې وړاندې تر سره شو چې د ايټاليا په روم کې به په افغانستان کې د قانون دواکمنۍ د څرنگوالي په اړه پيل شي . ټاکل شوې چې افغان ولسمشر او دملگرو ملتونو سرمنشي هم ددغه کنفرانس گډونوال وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||