|
افغانستان دخپلواکۍ٨٨کليږه لمانځي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان دخپلواکۍ د ترلاسه کولو ٨٨ کليزه په دغه هيواد کې د سختو امنيتي تدابيرو له نيولو څخه وروسته ولمانځل شوه . افغان ولسمشر حامد کرزي او ددولت د نورو جيگ پوړو چارواکو ترمنځ جهادي مشرانو او په زرگونو عادي افغانانو دغه ورځ دکابل د غازي په لوبغالي کې ولمانځله . افغان ولسمشر حامد کرزي پر افغانانو غږ وکړ چې ماشومان يې ښونځيو ته واستوي او له ځوانانو يې وغوښتل چې د هيواد خپلواکۍ په ساتنه کې ونډه واخلي . د جشن بهير ظاهرا يوازې د غازي د لوبغالي په شاوخوا کې و خو د کابل يه ښار کې د ټرافيکو تگ راتگ او دوديزه گڼه گوڼه کمه وه او پر ځاى يې امنيتي کسان ډير ليدل کيدل . د ښځو د وزارت غړيو د افغانستان د ميرمنو استازيتوب وکړ اوپه اوږده کتار کې يې د افغان اتلې ملالۍ ميوندي انځور له ځانه سره درلود . ولسمشر حامد کرزي دغازي په لوبغالي کې په زرگونو افغانانو ته په لوړ غږ وينا وکړه او د هرې جملې په پاى کې يې دلاسونو په پړکولو سره هرکلى کيده : ده دټولواک امان الله خان د خپلواکۍد غوښتلو او پرمختگ دريځ وستايه خو په افسوس سره يې وويل چې د وينو په بيه اخيستل شوې خپلواکي هغه مهال تر پوښتنې لاندې راغله چې د امان الله خان حکومت نسکور شو : (( نن موږ هغه ورځ لمانځو چې افغانانو ٨٨ کاله وړاندې دلوى نړيوال ښکيلاک په وړاندې چې د افغانستان سياست يې په ولکه کې وه نه خاوره ،د جهاد اعلان وکړ او هيواد يې په بشپړ ډول د هغوى له ولکې وژغوره .)). ده دپخواني شوروي له خوا پر افغانستان يرغل او بيا د طالبانو پر مهال د بهرنيو جنگياليو شتون ته اشاره وکړه اودا يې د خپلواکۍ په وړاندې خنډونه وبلل . ده پر افغان ځوانانو غږ وکړ چې د هيواد په هره سيمه کې چې اوسيږي ، ددې خاورې ساتنه وکړي : ښاغلي کرزي وويل افغانستان به هغه مهال د خپلو سيالانو سره سيال شي چې ددې هيواد ښځينه او نارينه وگړي لوستي وي : افغان ولسمشر وويل چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې ددې لپاره ده چې په دې هيواد کې د پرمختگ بنسټونه کيږدي : افغانستان خپلواکۍ ٨٨ کليزه په داسې حال کې لمانځي چې له لويو ښارونو څخه بهر ددغه جشن نښې نه دي څرگندې او خلک له تاوتريخوالي او جگړوڅخه ځوريږي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||