BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:05 گرينويچ 2007 ,01 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
کابل کې د کارگر ورځ ونمانځل شوه

افغان کارگران
د کارگرانو دنړيوالې ورځې دنمانځنې په اړه په کابل کې راټولو شويو په سلگونو کارگرانو دافغان حکومت په اقتصادي تگلارو نيوکه وکړه .

دوى دارنگه له افغان حکومته د معاشونو د لوړېدو او ددوى کار او ژوند ته د پام غوښتنه وکړه. د افغانستان مرستيال ولسمشردکارگرانو ددغو غوښتنوپه ځواب کې د خپلو اقتصادي سياستونو دفاع وکړه او دخصوصي سکتور له لارې يې د کار موندنې دډگرونو د پراخېدو او دمعاشونو د لوړېدو ډاډ ورکړ .

په افغانستان کې د کارگرو ١٢١ مه کليزه پر داسې مهال نمانځل کيږي چې د معاشونو ټيټوالي اود بيکارى موضوع د هرچا په خوله اوړي را اوړي . د ولسمشر کرزي د حکومت د ډېرو ستونزو دشته والى لامل هم دغو دوو برخو پورې تړلى گڼل کيږي .

په کابل کې د کارگرو د ورځې د ستورې ته سلگونو راغونډو شويو کسانو دمعاشونو په ټيټوالي او د روښانه اقتصادي پلان په نشتوالي نيوکه وکړه . دغه کارگران وايي چې معاشونه يې دېر لږ دي او له سختو کړاوونو سره شپې او ورځې تېروي.

په دغه هېواد کې د عادي کارگرو مياشتنى عايد شاوخوا ٦٠ ډالرو ته رسيږي . ويل کيږي چې دافغانستان تر نيمايي زيات وگړي بېکاره او يا دايمي کار نه لري . د دغې جدي ستونزې له منځه وړل دا مهال خصو صي ډگر ته خوشې شوي چې د حکومت په وينا په نورې نړۍ کې يې ښې پايلي لرلي دي .

دکارگرو دملي ټولنې مشر محمد قاسم احساس د حکومت پر اقتصادي تگلارو دهغه څۀ له کبله نيوکې وکړي چې دده په باور د عادي کارگرو د کارونو او ژوند مخه ډب کوي .

هغه وويل: (( موږ په افغانستان کې دمئ لومړۍ يا د کارگرو نړېواله ورځ پر داسې مهال نمانځو چې زموږ په زرگونو کارگر د حکومت د نااغېزمنو اقتصادي سياستونو له کبله بې برخليکه او بې کاره شوي . کارگر د روان حاکميت لاندې د ژوند تر ټولوغمجن دوران تېروي.))

افغان کارگران
کارگران له افغان حکومته سر ټکوي چې چارواکي يې حال ته پام نه کوي

ددغو په زرگونو کارگروغټه برخه په يو شمېر تصديو کې کار کوي چې حکومت يې د خصو صي کولو هوډ کړى، خودکارگرانو ټولنه دا کار او د ازاد بازار اقتصاد د افغان کارگرو په زيان بولي .

افغان مرستيال ولسمشر احمدضيا مسعوددغې غونډې برخه والوته په وينا کې د دولت داقتصادي پلانونو ننگه وکړه او روانې تگلارې يې دافغانانو د ژوند دښه والي لپاره اغيزمنې وبللې .

هغه وويل: ((دکاري ځواک په خوځښت راوستلو او داغيزمنو کاري ظرفيتونوپه رامنځ ته کولو سره د افغانستان اسلامي دولت دکاراو ټولنيزو چارو دوزارت له لارې د مهارتونو د لوړتيا ځانگړى ملي پروگرام پلى کوي .

ددغه پروگرام له لارې به کارگرو ته نوي مهارتونه او زده کړې ورکړل شي چې وروسته به په ښو تنخاگانو په ازاد بازارکې ورته کارونه پيداشي .))

ښاغلي مسعود دکارگرانو دمعاشونو او دوى ته دکار موندنې کومه ځانگړې ژمنه ونه کړه، خو د دغو ستونزو حل يې د کارگرو د کاري وړتيا په لوړولو، دخصوصي سکتور په پياوړي کولو او پراختيا پورې وتاړه .

افغان حکومت په روان کال کې د ١٢ په سلو کې اقتصادي ودې او دخصوصي ډگر د لانورې پراختيا تمه لري چې د څو کلونو په ترڅ کې وکولاى شي په لسگونو زره مسلکي کارگرو ته په ښو تنخاگانو کارونه برابر کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت