|
افغانستان خلکوته دروزگار د موندلوپه لټه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان دولت غواړي چې د لويو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره ، خلکو ته د کار او روزگار د شونتياوو په برابرولو سره ، په راتلونکو پنځو کلونو کې په هيواد کې د بيوزلۍ کچه ټيټه کړي . د کابل ښار په زړه کې د پل خشتي جومات سيمه هم د افغانانو په ژوند کې د ژور توپير غوره انځور ورکوي . د برښنايي او الکترونيکي سامانونو څخه ډک دغه مارکيټونه او لوېې مغازې ، د هغو افغانانو ژوند انځوروي چې په تيرو څلورو کلونو کې ېې اقتصادي حالت خورا ښه شوى . د کابل په گډون د افغانستان په نورو لويو ښارونو کې هم يو شمير کسانو ډيرې دنگې ودانۍ او ورته سوداگريز مرکزونه جوړ کړيدي . خو د ټولنې دغه خلک چې د يو شمير افغانانو په گومان زياتره ېې له قانوني لارو ندي شتمن شوي ، دومره ندي چې د افغانستان د وگړو د پام وړ يوه برخه جوړ ه کړي . همدې د پل خشتي جومات مخې ته ، د سل گونو کسانو ولاړې ډلي بيا د هغو ډيريو افغانانو حالت ښيي چې د شپې سبا ډوډۍ د موندلو لپاره د ورځې د مزدورۍ په لټه دي . خو ډير ځلې داسې پيښږي چې دغه مزدوري هم نه مومي . په دوي کې يو هم د څلويښتو کلونو عمر لرونکى عطامحمد و چې زړې جامې ېې په تن وي . د ورځې يوولس بجې وي . عطامحمد له ماسره په خبرو کې په شکايت خوله پرانيسته او وي ويل چې ډيرې ورځې داسې شي چې کار نه مومي او د هغه د موندلو په نيت تر ناوخته په همدې واټ کې ولاړ پاتې کيږي . خو له دې سره سره ، په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان اقتصادي حالت څه ناڅه ښه شوى . څلور کاله وړاندې ، کله چې د طالبانو واکمنې نسکوره شوه ، د يوه وگړي د کال کلني عايد له ١٣٠ امريکايي ډالرو څخه تر ١٥٠ ډالرو وو . خو اوسه دغه عايد تر ٢٥٠ ډالرو پورې رسيدلى دى . خو د عايد په همدې کچې سره هم، افغانستان د نړې د بيوزلو هيوادونو په ډله کې راځي . هره ورځ په افغانستان کې ٧٠٠ ماشومان او پنځوس ښځې مړي کيږي او د افغانستان تر نيمايي پورته ماشومان د زده کړې شونتيا نلري. همدارنگه د ټولو هغو افغانانو څخه چې توليد کولى شي ، ٢٢ په سلو کې يي روزگار نلري . يو شمير دغه خلک وايي دوى اړ وځي چې د خپلو کورنيو د اقتصاد د چلولو لپاره بيا هم د افغانستان د گاونډيو هيوادونو لار ونيسي . کله چې مې په نوي ښار کې د ايران د سفارت تر څنگ په سلگونو هغه کسان وليدل چې ، د ويزې د ترلاسه کولو لپاره ېې اوږده ليکه جوړه کړي وه ، سوچ مې وکړ چې ښايي دوى همغه ډله خلک وي چې د کار په خاطر ايران ته ځي . په زړه پورې داده چې افغانان د کار لپاره بهرته ځي خو ورستۍ شميرې ښيي چې همدا وس له ٣٠ تر ٤٠ زرو پورې پاکستاني ، ايراني او حتى ترکي کارگران د افغانستان په مختلفو ښارونو کې کار کوي . دولتي چارواکي دا په هيواد کې د کار د شونتياوو د زياتيدو نښه بولي . (( همدغه پاکستاني او ايراني کارگران چې افغانستان ته راغلل ، پر موږ ېې کار ودروو . هغوى په لږو پيسو کار کوي ، خو زموږ لپاره دا واره نه کوي .)) افغان کارگرانو ته گرانه ده دا ومني چې پاکستاني او ايراني کارگران تردوى ښه کار کوي او مسلکي دي . د افغانستان د مالي وزارت مرستيال وزير وحيد الله شهراني همدغه د افغانانو لويه ستونزه بولي او وايي دولت پلان لرى چې د کار موندنې لپاره دوي ته د مسلکي زده کړو شونتيا برابره کړي . زياتره افغانان چې په مزدورۍ چليږي ، په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان بيارغونې ته د زرگونو مليونو ډالرو مرستو اغيز پخپل ژوند کې دومره نه ويني . عطامحمد په دې اړه وويل : د ملي ودې په برخه کې د افغانستان په تگلارې کې ددولت لويه موخه داده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې خلکو ته د کار او روز گار په موندلو سره ، په هيواد کې د بيوزلۍ کچه ټيټه کړي . خو دغه کار ونه زياتره لنډ مهالي دي .نن يو څو ک کار لرى خو سبا وزگار وي . په همدې دليل دوى پر خپل راتلونکي باور نلرى . نو ځکه گل ولي ددغو پروژو پر ځاى ،دولت ته د کار خانو د جوړولو وړانديز کوي. د مالي وزارت مرستيال دا ښه وړانديز بولي . دى وايي دولت به هڅه وکړي چې د هغو د جوړلو لو آ سانتياوې برابرې کړې . په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزير ډاکتر امين فرهنگ بيا ټينگار کوي چې يوازې د لويو اقتصادي پروژو په پلي کولو سره کيداى شي چي د اوږد مهال لپاره په هيواد کې د بې روزگارۍ ستونزه اواره او د بيوزلۍ کچه ورو ورو ټيټه شي . ځيني کار پوهان بيا په دې برخه کې د خصوصي پانگه اچونې ونډه هم ډيره اوچته بولي . انجينر محمد نادر وايي ، که چيرې په دولتي ادارو کې دفساد او بډو مخنيوى وشي او د پانگه والو امنيت خوندې شي نو په وينا چې ډيري افغان سوداگر به له بهر ه ، خپلې کارخانې هيواد ته وليږدوي . ښاغلى فرهنگ دامني چې اوس په دي برخه کې يو لړ ستونزې شته . دى پانگونه ، د هيواد د پرمختيا او په هيواد کې د بيوزلۍ د ورکولو مهمه لار بولي او ټينگار کوي ، دولت هوډ لرى چې خصوصي پانگونې لپاره اړينې آسانتياوې برابرې کړي . د ښاغلي فرهنگ په گډون ، گڼ شمير دولتي چارواکي باور ښيي چې د هيواد د ملي پر مختيا د تگلارې په پلي کيدو سره به په هيواد کې د بې روزگارۍ او بيوزلۍ اوسنې کچه ، تر ډيره ټيټه شي . خو کتونکي دا په دې پورې تړې چې دولت په څومره کې د خپلو دغو موخو پلي کولو ته هوډمن دى او په څومره کې کولى شي چې خپلې ادارې سمې کړي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||