 |  پاکستان حکومت دا حکم را وايست چې غالۍ بايد د منل شويو استازو له خوا واستول شي | اوس چې افغانستان د بيا رغاونې په هلو ځلو بوخت دی، نو په دې کې به يو مهم عامل داوي چې آيا دا هيواد کولی شي د غالۍ اوبدلو پر خپل صنعت له سره ولکه ټينگه کړي چې تر کرنې وروسته د اقتصاد لويه برخه جوړوي او کلنی ارزښت يې ٤٣٠ مليونو ډالرو ته رسېږي.خو د غاليو اوبدنه نژدې ټوله په پاکستان کې بشپړېږي او له هغه ځايه صادرېږي او پاکستاني سوداگر د ټولې گټې درېيمه برخه تر گوتو کوي. د غالۍ اوبدلو پر صنعت د افغانستان بيا کنترول هغه ځه دى چې له دې پلوه اضافي گټه يې د وگړو، په تېره بيا د ښځو او کوچنيانو پر اقتصاد درلودلی شي. زرداد د پلازمېنې کابل د يوې بېوزلې سيمې په يوه ګردجن دوکان کې کار کوي. دده په دوکان کې هرڅه شته : له وريجو او حبوباتو نيولې تر سگرټو پورې. خو دی تر غوږونو پورې په پورونو کې ډوب دی.
خو د دوکان شاته چې يوه پلاستيکي څادر ترې د لمر وړانگې راگرځولي، دهغه درې لوڼه چې ټولې يې تر لسو کلو ټيټې دی، مرسته کوي چې پلار له پورو وکاږي. دوی د غالۍ اوبدلو د يوې نيغې ولاړې کارگاه تر څنگ کلکې يو په بل پورې نښتې دي او په سختۍ سره د غاليو تارونه کشوي او پرې کوي. دوی په اوونۍ کې شپږ ورځې او په ورځ کې اووه ساعته کار کوي او چې ډېر شي نو د مياشتې ۵۰ ډالره تر گوتو کوي. زرداد وايي دا هغه پيسې دي چې کورنۍ يې ورته اړتيا لری.زرداد: «له ما سره بل امکان نشته. نه غواړم چې کوچنيان دې کار وکړي. دوی بايد تردې آرام ژوند ولري، خو ددې دوکان له کبله زه څه له پاسه زر ډالره پوروړی يم. له موږ سره بله کومه لار نشته.» د هغوی مور شيرين گل د کورد کارونو په منځ منځ کې ددوی پر اوبدلو هم نظر ساتي. هغه اندېښمنه ده چې دا کار د کوچنيانو سترگو ته زيان اړوي. شيرين گل: « دا د کوچنيانو لپاره گران کار دی. زه ورته په قهر سره وايم چې که تاسې دا ونکړۍ نو موږ به څه کوو؟ له دې لارې ستاسې د بوټونو او کاليو لپاره پيسې تر گوتو کېږي.»  |  زرداد: له ما سره بل امکان نشته. نه غواړم چې کوچنيان دې کار وکړي خو پورړي يم | د غاليو اوبدلو ډېر کارځايونه، لکه همدا، په کورونو کې دي او ډېرې لږې پيسې گټي. په سلو کې تر ۹۵ ډېرې افغاني غالۍ د پاکستانی سوداگرو له خوا بشپړېږي او بهر ته صادرېږي. ژان کلود پېکارد د يامانا په نامه د هغې نادولتي ټولنې مشر دی چې هڅه کوي په دې صنعت کې حالت را ښه کړي. هغه راته روښانه کړه چې پاکستان څنگه پر دې صنعت خپله ولکه ټينگه کړې ده.ژان کلود پېکارد: «د جگړو به کلونو کې کډوال مجبور وو کار وکړي او په پاکستان کې ځانته يو کسب ومومي، ځکه نو ډېرو يې د غالۍ اوبدلو کار له سره را پيل کړ. خو چې کله توليدوونکو غوښتل چې خپل محصولات بهر ته واستوي د پاکستان حکومت دا حکم را وايست چې غالۍ بايد د منل شويو استازو له خوا واستول شي چې پاکستانيان وو. همدا وخت وو چې دغو استازو خپلې سوداگريزې کړۍ وغزولې او ورسره جوخت دغه کړۍ د افغاني توليدوونکو له لاسه ووتلې.» په افغانستان کې ډېرې اوس غواړي چې پر دې صنعت او په هرکال کې له لاسه وتو مليونو ډالرو ولکه له سره ټينگه شي. په هيواد کې د برياوو نويو کيسو ددوی زړونو ته هم هيلې ور اچولې دي. د کابل د لوېديځ په يوه کوچنۍ کارگاه کې لس دولس نارينه لگيا دي غالۍ مينځي او کارونه يې پايته رسوي. لومړی پرې څو ډولکې اوبه اړوي او بيا پرې کلک برسونه راکاږي. وروسته غالۍ لمر ته اچول کېږي چې وچه شي.محمد صفرمتي ددې کورني شرکت مشر دی او په هغو څو محدودو کسانو کې راځي چې خپلې غالۍ مخامخ صادروي. دی وايي چې په دې سره يې گټه په سلو کې تر ۱۵ لوړېږي چې يوه برخه يې بېرته د کارگرانو د معاشونو پر لوړولو لگېږي. د هغه په وينا که حکومت پوره لاسنيوی وکړي نو دا به نور شرکتونه هم وهڅوی چې ورته کار وکړي. محمد: « دا وطن جگړو ځپلی دی. موږ په دې نوی حکومت خوښ يو او له هغه نه غواړو چې زموږ ملا وتړي. د غالۍ اوبدونکو لپاره دې خپله صنعتی سيمه جوړه کړي او پورونه دې ورکړي. دا چې پاکستانی سوداگر ولې دومره ښه شول دلیل يې دادی چې بانکونو پورونه ورکړل.» د افغانستان د غاليو د صادروونکو اتحاديې له خوا ظريف يادگاري لگيا دی پر حکومت زور اچوي چې همدغسې يو کار تر سره کړي. د غاليو صنعت ته چې بيا را ټوکېدل غواړي، ځمکه ورکړي او لاسنيوی يې وکړي. حکومتی چارواکي، د هغه په وينا، ور سره خواخوږي لري، خو غالۍ اوبدل د سر سر مساله نده.ظريف يادگار: « هغه وايي: منو چې د گټو له لاسه وتل سړی ځوروي او بيخي موږ کړوي. خو موږ پر دې هم پوهېږو چې حکومت ته پکار ده چې تر هر څه دمخه سوله ټنگه کړي. په اوس مهال کې ټول پام پر امنيت را ټول دی.» خو د غاليو پر صنعت د افغانستان ولکه به د زرداد په څېر د زرگونو غالۍ اوبدونکو کورنيو په ژوند کې يو ريښتونی بدلون راولي. د يامانا ټولنې مشر ژان کلود پيکارد وايي که چېرې یو ځایي تولیدوونکی خپل مال مخامخ صادر کړی شي او په کيفيت کې يې ښه والی راولي، نو اغېز به يې پر دې کورنۍ بېساری وي. ژان کلود پېکارد: «کېدی شی چې د غاليو ارزښت دوه ځله وخېژي او طبيعي ده چې ورسره جوخت به د دې کورنۍ گټه هم دوه برابره شي. په دې کورنۍ کې چې د کوچنيانو شمېر يې ډېر نه دی او په تېره بيا چې ډېر يې کار کوي، نو سړی داسې گڼلی شي چې ډېر کوچنيان به له دې کار نه ووځی او ځای به يې د ساري په توگه د کورنۍ بالغ وگړی ونيسي.»او ددې مانا دا راختلی شي چې دا او نور افغان کوچنيان کولی شي چې خپلې ورځې د غالۍ اوبدلو پر ځای په ښوونځيو کۍ تېرې کړي. |