دڅو وروستيوکلونو په ترڅ کې د لومړى ځل لپاره په کابل کې د غاليو نندارتون پرانستل شو. پدې نندارتون کې له اويا څخه ترزياتو شرکتونو خپلې غالۍ نندارې ته وړاند ې کړې. په نندارتون کې هره غالى ترسلوډالروپورې خرڅيږي خودغالي اوبدلولودصنعت کارکوونکي وايي چې کله چې داغالۍ اروپايي بازارنو ته ورسيږى بيه يي څوبرابره پورته ځي . غالۍ اوبدل دافغانستان د مهموصنعتونو نه دى . ددې صنعت چارواکي وايي چې هره مياشت ١٤٠ زره مربع متره غالۍ له کابل نه بهر ته صادريږي همدا اوس په افغانستان کې ترپنځوسوو زرو زيات کسان په غالۍ اوبدلو بوخت دي اوڅيړنې ښيي چې ددې کسانو له نيمايي زياته برخه ماشومان دي .
|