|
اطلاعات اوکلتور:له قانون پرته بنديزنه منو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت وايي له قانون پرته پر رسنيو هېڅ ډول بنديزونه نشي منلى. د غه وزارت له هغه وروسته غبرگون ښيي چې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت په رسمي ډول له انځوريزو او غږيزو رسنيو غوښتي وو چې د جمعې د لمانځه د خطبو د ثبتولو لپاره دې له دوى سره چارې همغږې کړي. ځينو رسنيو دغه غوښتنه د بيان د ازادۍ پر وړاندې محدوديتونه گڼلي وو خو د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه گڼي. ''د دغه وزارت چارواکي وايي هر خبريال د جوماتونو د آدابو اواخلاقو په مراعاتولو سره کولاى شي په آزاده توگه خپلې چارې تر سره کړي.'' د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت د ځينو رسنيو له لوري هغه خپاره شوي راپورونه ناسم گڼي چې گواکې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت د بيان د آزادۍ پر وړاندې محدوديتونه وضع کړي دي. د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ويلي و چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو پرمهال د ښه نظم او د جوماتونو د چاپېريال د خوندي ساتلو لپاره دې رسنۍ له هغوى سره خپلې چارې همغږې کړي. ځينو رسنيو دغه غوښتنه د بيان د ازادۍ پر وړاندې محدوديتونه گڼلي وو خو د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت وايي له قانوني محدوديتونو پرته بل هېڅ داسې څه دوى ته د منلو وړ نه دي چې د رسنيو پر ازادۍ اغېز وشيندي. د دغه وزارت سلاکار نجيب منلي بي بي سي ته وويل د حج اوقافو د وزارت دغه غوښتنه د رسنيو پر وړاندې محدوديت نه گڼل کيږي . ده وويل:'' د اطلاعات او کلتور وزارت په هيڅ ډول هغه محدوديتونه نشي منلى چې د قانون په چوکاټ کې نه وي راغلي، يوازنى محدوديت چې موږ منو هغه دادى چې څو ک چې د لمانځه لپاره جومات ځي هغو لپاره ځينې اصول او اخلاق دي چې پر ټولو لمونځ کونکو لازم دي او خبريالان چې جوماتونو ته ځي بايد دغو اصولو ته پاملرنه وکړي.''
د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت د جوماتونو د برخې مشر شير محمد ابراهيمي وايي د دوى دغه خبرې په ځينو رسنيو کې تحريف شوى او يا هم ناسمې خپرې شوې، د ښاغلي ابراهيمي په وينا دوى داگام په جوماتونو کې د ښه نظم د رعايتولو په نيت پورته کړى نه دا چې د رسنيو مخه ونيسي. که له يوې خوا د حج او اوقافو د وزارت وروستيو غوښتنو ته افغان چارواکي په درنه سترگه گوري خو له بل لوري يې گڼ خبريالان انديښمن کړي دي. افغان ورځپاڼه ليکونکى فضل الرحمن اوريا د حج او اوقافو د وزارت وروستۍ غوښتنه د بيان د آزادۍ پر سر يو گوزار گڼي. دى وايي:''په تيرو پنځو کلونو کې د افغان حکومت د پام وړ يوه لاسته راوړنه د رسنيو په ډگر کې بې کچه پرمختگ گڼل کيږي.'' څه موده وړاندې د افغانستان د عالمانو شورا د دغه هېواد د اطلاعات او کلتور له وزارته غوښتي وو چې پر انځوريزو رسنيو دې خپل کنټرول لا ډېر کړي او په ټلويزيونو کې دې د بهرنيو پروگرامونو د خپرېدو مخه ونيسي. دغې موضوع د ځينو رسنيو او حکومتي چارواکو ترمنځ ډېر بحثونه را وپارول. د افغانستان د علماوو شورا يوشمېر غړي په دې گومان دي چې ځينې ټلويزيونونه داسې پروگرامونه خپروي چې ښوونيز نه بلکې د دوی په وينا له اسلامي او سيمه ييزو دودونو سره په ټکر کې دي خو دغه ادعاوې تل د رسنيو د چارواکو له لوري رد شوې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه د اطلاعاتو کلتور وزارت کتابونه چاپ کړل10 مارچ, 2007 | خبرونه کارپوهان په کابل کې پر رسنيو خبرې کوي28 مارچ, 2007 | خبرونه خرم: نااسلامي تلوېزيوني خپرونې ترهگري پاروي10 جون, 2007 | خبرونه هنري او کلتوري پرمختگونه او نيمگړتياوې20 جون, 2007 | خبرونه د افغانستان ملي ټلويزيون نړيوال شو04 جنوري, 2008 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||