|
د اطلاعاتو کلتور وزارت کتابونه چاپ کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه کتابونه چې ډيرى د علامه سيد جماالدين افغان په اړه ليکل شوي نن ( د کب ١٩ د مارچ ١٠ ) د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو وزارت له لوري په رسمي ډول خپاره شول. د افغانستان د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو وزارت وايي دغه نوي چاپ شوي کتابونو يې دعلامه سيدجمال الدين افغان د ١١٠ تلين په مناسبت خپاره کړي دي. د افغانستان د اطلاعاتوکلتور او ځوانانو د وزارت له لوري نوي چاپ شوي کتابونه پرداسې مهال خپريږي چې وړاندې پر دغه وزارت يوه نيوکه دا وه چې تر اوسه يې د ليکوالانو کوم کتاب نه دى چاپ کړى. اوس د دغه وزارت له لوري ٧ نوي کتابونه خپاره شوي دي. د افغانستان د اطلاعات کلتوراو ځوانانو د وزارت پر څوکۍ د نوي وزير ترټاکنې وروسته دا لومړى ځل دى چې په دومره لويه شميره د افغان ليکوالانو کتابونه چاپيږي. د دغه وزارت چارواکي وايي د چاپ شويوکتابونو ډيره برخه د علامه سيدجمالدين افغان په اړه دي چې په دري او پښتو ژبو ليکل شوي دي. د افغانستان د اطلاعات کلتور او ځوانانو د وزارت يوه چارواکي سيد حاکم الياس بي بي سي ته وويل په راتلونکي کال کې به يو شمير نور کتابونه هم د دغه وزارت له لوري خپاره شي. (( دا لومړى ځل دى چې د عبدالکريم خرم تر راتلو وروسته دغه کتابونه چاپيږي.٧ عنوانه کتابونه دي چې شمير ٥٠٠٠ ټوکو ته رسيږي. په راتلونکي کال ( لمريز ) کې موږ لوى پروگرام لرو چې په ترڅ کې به يې نور کتابونه چاپ شي. )) د علامه سيد جمال الدين افغان د ١١٠ تلين په وياړ نه يوازې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د وزارت له لوري نوي کتابونه چاپ او خپاره شوي بلکې د دغه وتلي شخصيت په وياړ درې ورځنى سيمينار هم جوړ شوى دى. د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته د ا فغانستان پر حکومت يو نقد همدا و چې د کتابونو چاپ ته يې هيڅ پام نه دى کړى. کريم خرم چې څو مياشتې وړاندې له ولسي جرگې د اعتماد رايه غوښته په خپلو خبرو کې يې د کتاب چاپولو ژمنه هم ياده کړې وه. په افغانستان کې د ډاکټر نجيب د حکومت له نسکوريدو راهيسته د حکومت له خوا د کتابونو د چاپ لړۍ په ټپه دريدلې وه . هغه مهال د ليکوالو ټولنې هر کال په لسگونو کتابونه چاپول خو تر هغه وروسته دغه کار بيا تکرار نه شو . افغان ليکوال او د کتابونو مينوال دا نوى گام د ستاينې وړ بولي خو زياتوي چې که کتاب چاپولو ته په پر له پسې ډول پام و نه شي د دوى په وينا به د افغان ادب او کلتور په غوړولو کې هڅې بريالۍ نه وي. | ورسره تړلي نور خبرونه هند کې د سياست پوهنى درسى کتابونه 29 اگست, 2006 | خبرونه د ښوونځي کتابونه ولې له تېروتنو ډک دي ؟28 مۍ, 2006 | خبرونه د استاد شپون داستاني نثر د لويديځې نړۍ لومړنۍ ناول10 جولاى, 2005 | خبرونه روسي داستاني اثار او شوروي - افغان جګړه26 جون, 2005 | خبرونه د ليکوالو ټولنه بيا جوړه شوه هاشم زماني ومړ19 جون, 2005 | خبرونه د پيلوزى د پروگرامونو ارشيف04 مۍ, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||