BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 05:06 گرينويچ 2006 ,28 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښوونځي کتابونه ولې له تېروتنو ډک دي ؟

ښوونځى
د ښوونځيو سوځول ، ورانول او ښوونکي ورڅخه منع کول يوازينۍ ستونزه نه ده ړ کارپوهان وايي په درسي نصاب کې تيروتنې هم خورا ډيرې دي .
د پوهنې وزارت وايې د ښوونځيو د نصاب د کتابونو د تيروتنو د سمولو لپاره يې ١٣ کميسونونه په کار گمارلي دي.

ښوونکي او زده کونکي وايي چې په تيرو څلورو کلونو کې د نصاب کوم کتابونه چاپ شوي دي ټول له تيروتنو ډک دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې په وزارت کې د کاري ظرفيتونو نشتوالى ددې لامل وگرځيد چې له تيروتنو ډک کتابونه چاپ کړې خو هيله من دي چې په راتلونکو دريو کلونو کې به په تول پوره نصاب را مخې ته کړي.

د افغانستنان د پوهنې وزارت يوازى په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ښوونځيو د زده کونکو لپاره شا وخوا ٢٠ ميليونه کتابونه چاپ کړي دي،خو کارپوهان ، ښوونکي او آن زده کونکي ټول په يوه خوله وايي چې په دغو کتابونو کې راز راز څيړنيزې،تخنيکي او املايي تيروتنې تر سترگو کيږي.

د لسم ټولگي د پښتو پر ٢٥ مخ ليکل شوي دي چې د پښتو مشهور شاعر رحمان بابا تر ١١١٨ هجري کال پورې ژوندى و. خو څيړونکى استاد حبيب الله رفيع وايي چې د نوو څيړنو له مخه دا نيټه نا سمه ده.

په کابل کې د ده دانا د نجونو د ليسې د لسم ټولگي زده کونکې ثمينه وايي په کتابونو کې ځينې داسې تيروتنې شته چې زدکوونکې يې په گوته کوي خو ډير داسې څه هم شته چې نه د ښوونکو ورپام کيږي او نه د زدکوونکو .

د خوشحال خان ليسې د الجبر ښونکى احمد سليم د داسې تيروتنو يادونه کوي چې د دۀ په وينا د الجبر معادلې غلطوي.

د پوهنې د وزارت مرستيال محمد صديق پتمن دا مني چې د ښوونځيو د نصاب په کتابونو کې تيروتنې د دغه د وزارت د کاري ظرفيت د ټيټوالي مانا لري.

خو د درسي کتابونو تيروتنې ځينې داسې نه گڼي چې گواکې ليکونکي او جوړونکي يې نه پرې پوهيدل .

حبيب الله رفيع گومان کوي چې د دغو کتابونو په ليکلو او خپرولو کې له بيړې کار اخيستل شوى دى .

اوس د ښوونې و روزنې وزارت هڅه کوي چې تيرې تيروتنې سمې کړي . په همدې نيت يې ١٣ بيلا بيل کميسيونونه جوړ کړي دي .

د پښتو کتابونو د اصلاح کوونکي کميسيون غړي وايي چې د کار تر بشپړيدو وړاندې د دوى ټاکلې موده سر ته ورسيده او په دې توگه يې کار نيمگړى پاتې دى .

د ښوونې و روزنې وزارت ژمنه کوي چې د اصلاح دغه بهير به دويم پړاو هم لري او ډير ژر به دغه کار له سره پيل شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت