BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:50 گرينويچ 2006 ,29 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هند کې د سياست پوهنى درسى کتابونه

کتابونه
دا تر اوسه څرگنده نه ده چې ايا دغه کتابونه ددې نه وړاندې چې ټولگيو ته لار ومومي د سياسي فشار لاندې راشي او که نه
هند کې کار پوهانو دا تاييد کړې چې د ٢٠٠٧ ميلادى کال د اپريل مياشت کې به د دوولسم ټولگي لپاره د سياست پوهنى (پوليټيکل سياينس) نوي درسي کتابونه راوځي. دغو کتابونو کې به د تاوتريخوالى په اړه موضوعگانې شاملې وي لکه گوجرات ښار کې وروستۍ بلوا او د هندو مذهبى افراطيانو لخوا په ايوديه جنوبي ښار کې د يوه جومات ړنگول.

د ١٩٤٧ چې د پاکستان د جوړيدو او انگريزانو څخه د هند د آزادى کال دى را په ديخوا د هند درسي کتابونه د حساسوالي له کبله تر اوسه د سياسي پرمختياو په اړه پټه خوله پاتې دي خو هيله کيږي چې دغه نوى درسي پروگرام به د تېرو ٦٠ کلونو درز لپاره يو پول وي.

دغه نوي کتابونه چې د ليکلو په مرحله کې دي منل شوي او څيړل شوى دي. خو ځينى سياسى موضوعگانې يي په هند کې ډيرى تودى دى، ډير کار پوهان پدې فکر کې دي چې ايا دغه نوې درسى پروگرام به ددې وړتياوې ولري چې ددغو موضوعگانو سره په واقعي توگه چلند وکړي.

هندو افراطيان د بابري جومات د ړنگولو په مهال کې
ډيرو کارپوهانو دا منلى ده چې بابر جومات ړنگول او گجرات کې مذهبى اله گوله د هند تاريخ يوه برخه ده

هغې کميټې چې نوى درسي پروگرام يې څيړلى او منلى دى د ليکوالانو لپاره کړنلاره ټاکلې. دوى ته وويل شوي چې د مخالفتونو څخه ژغورو لپاره خپلې ليکنې د رسمي اسنادو پر بنسټ وکړي او د انفرادي سياستوالو او د نورو مخکې او وروسته مباحثو څخه ډډه وکړى.

ډيرو کار پوهانو دا منلې چې په ايوديه ښار کې د بابري جومات ړنگول، گجرات کې مذهبى هله گوله او د پخواني لومړۍ وزيرې اندرا گاندي لخوا د بيړنې حالت اعلانول د هند تاريخ يوه برخه ده چې بايد په نوي درسي پروگرام کې شامله وي. خو زياتره کارپوهان په دې گومان دي چې دغه موضوعگانې د سياسى پلوه ډيرې حساسې دي او کېداشى چې په يوه درسي کتاب کې به يې عادلانه څيړنه ناشونې وي.

ځينې تاريخ پوهان دا استلال کوي چې دغه موضوعگانې په رښتنې او دقيقه توگه نشي ليکل کيدلى. دوى وايي دغه موضوعگانې چې په احتياطي ژبه ليکل کيږى د څرگندولونه به يي پټول ډير وي.

داسى رپوټونه هم شته چې د کار پوهانو تر منځ مباحثې د مخالفتونو څخه ډکې دي.

دا تر اوسه څرگنده نه ده چې ايا دغه کتابونه ددې نه وړاندې چې ټولگيو ته لار ومومي د سياسي فشار لاندې راشي او که نه.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت