BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 22:45 گرينويچ 2005 ,03 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
گوگل کتابونه پر وېبپاڼه غوړوي
گوگل
په پيل کې گوگل هغه کتابونه وېبپاڼو ته راوړي چې اوس يې د حقوقو مساله ستونزه نه ده .
د گوگل پلټونکي انجن د څلورو پوهنتونونو له کتابتونونو څخه په زرگونو کتابونه خپل سيستم ته نقل يا سکن کړي او اوس يې په وېبپاڼه کې خپلو کاروونکو ته وړاندي کوي .

گوگل وايي خلکو ته بې له لگښته د عالمانه اثارو وړاندې کول به بالاخر د مطبعې د جوړولو له چارې سره پرتله شي .

لومړني وړاندې شوي کتابونه تر ډيره د امريکا د ١٩ پيړۍ ادبي او تاريخي کتابونه دي ، دا هغه اثار دي چې اوس يې د بيا خپرولو د حقونو مساله نشته .

د بي بي سي خبريال وايي دا محتاطه گام تر هغه وروسته اخيستل شوى دى چې کتاب خپرونکو اعتراض وکړ هغوى اندېښمن وو چې که همدا لاره دود شي نو خلک به په کتاب پيسې نه ورکوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت