BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2008 ,04 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان ملي ټلويزيون نړيوال شو

خرم
د اطلاعاتو کلتور وزير د يوې بټنې په کښېکاږلو د ملي تلويزيون خپرونې امريکا او اروپا ته هم پيل کړې
د افغانستان ملي ټلويزون په رسمي ډول امريکا او اروپا ته خپلي خپرونې نن د جمعې په ورځ ( د مرغومي ١٤ د جنوري ٤ ) پيل کړې.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير عبدالکريم خرم وويل دغه ټلويزون به د افغانستان د ملي ژبو پښتو او درې سربيره د دغه هيواد پر نورو سيميزو ژبو هم خپرونې ولري.

ښاغلي خرم هيله وښووله چې ډير ژر به د دغه ټلويزون ١٨ ساعته خپرونې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي.

له دې سره دافغانستان ملي ټلويزون د دې جوگه شو چې د نړۍ په ٣ لويو وچو کې خپرونې ولري. پخوا د اسيا په گڼو هيوادونو کې هم دغه تلويزيون ليدل کيداى شواى .

د افغانستان د ملي ټلويزون خپرونې اروپا او امريکا ته د اطلاعاتو او کلتور وزير عبدالکريم خرم له لورې د بټنې په کښيکاږلو سره رسمآ پيل شوى.

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزير له بي بي سي سره په خبرو کې دغه کار د خپل هيواد لپاره يوه ستره لاس ته راوړنه وبلله.

ده وويل:

(دغه کار په اروپا او امريکا کي د ميشتو افغان کډوالو د پرله پسې غوښتنو په پايله کې ترسره شوى . اوس دغه ټلويزون د افغانستان د ملي ژبو پښتو،درې او پرنورو سيميزو ژبو خپرونې لري خو په پام کې ده چې په انگليسي ژبې باندې هم ځيني خپرونې پيل کړي.)

د افغانستان د ملي ټلويزون مشر واحد نظري هيله وښووله چې، ډير ژر به يادوو شوو هيوادونو لپاره انټرنيټي او راډيويي خپرونې هم پيل کړي.

د ملي تلويزيون له خپرونو سره اوس اروپا او امريکا ته له کابل څخه د خپريدونو تلويزيوني کانالونو شميره دوو ته ورسيده .

خصوصي کانال اريانا هم خپلې خپرونې دغو لويو وچو کې خپروي .

په افغانستان کې اوس شاوخوا ١٥ تلويزيوني کانالونه فعاله دي .

د دغو تلويزيونونو ډيره برخه له کابله خپرونې کوي خو د بلخ ، هرات او کندهار په ولايتونو کې هم خصوصي کانالونه شته چې تر ډيره تر خپلو ولايتونو پورې محدوده دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
بهرنۍ پاڼې
بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت