|
افغان ملي ټيلي ويزيون اروپا او امريکا کې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت اعلان وکړ چې د لومړي ځل لپاره د دغه هيواد دولتي تلويزون په اروپا او امريکا کې خپلې خپرونې پيلوې. د افغان چارواکو په وينا که څه هم د افغانستان ملي تلويزون يادو شوو هيوادونو ته له پخوا خپلې ازمايښتي خپرونې پيل کړي خو د روانې اونۍ په پاى کې اصلي خپرونې هم پيلوي . وړاندې دافغانستان ملي راډيو تلويزون له هيواد څخه د باندې يوازې په اسيايي هيوادونو کې ١٨ ساعته خپرونې درلودي. افغان دولت داسې مهال په اروپا او امريکا کې د افغانستان د ملي تلويزون د خپرونو د خپريدو خبر ورکوي چې په دغه هيواد کې د گوتو په شمير شخصي تلويزونې چاينلونو اسيا،اروپا او امريکايي هيوادونو ته خپرونې درلودې . چارواکي وايي د دغه هيواد ملي تلويزون به په رسمي بڼه خپلې خپرونې د روانې پنجشني په ورځ د سپوږمکۍ پرمټ اروپايي او امريکايي هيوادونو لپاره پيل کړي. د اطلاعاتو کلتور وزارت سلاکار نجيب منلي په دې اړه داسې وويل چاروکي وايي د تلويزون رواني ١٨ ساعته خپرونې به په نژدې راتلونکې کې ٢٤ ساعتونو ته وغځوي. د دې کار په ترسره کولو به دا لومړى ځل وي چې د افغانستان ملي تلويزون اروپايي او امريکايي هيوادونو ته خپرونې ولري | ورسره تړلي نور خبرونه واحد نظري د ملي راډيو تلويزيون ريس وټاکل شو09 جولاى, 2007 | خبرونه د افغان ملي راډيو- تلويزيون ريس استعفى ورکړه24 جنوري, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||