|
د افغان ملي راډيو- تلويزيون ريس استعفى ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون ريس نجيب روشن له خپلې دندې د استعفى په ورکولو سره د څو مياشتو هغه ناندرۍ پاى ته ورسولې چې د دۀ او د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د وزارت تر منځ روانې وې . ښاغلي روشن له بي بي سي سره په ځانگړو خبرو کې وويل چې نن يې د استعفى لپاره يو اووه مخيز ليک ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کړ . دۀ دا ونه ويل چې دغه استعفى يې ومنل شوه که نه . د ښاغلي روشن دريځ دا و چې د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو وزير کريم خرم سره يې همغږي نه درلوده . نجيب روشن پر ښاغلي خرم تور ولگاوۀ چې گواکې د دۀ په وينا يې قوم پالنه کوله . خو دۀ کومه ځانگړې بېلگه ورنه کړه . ښاغلي روشن ټينگار وکړ چې نور به د حکومت په چوکاټ کې هيڅ ډول رسمي دنده ترسره نه کړي . دوى دا ونه ويل چې د دغې پريکړې دليل يې څه دى . د اطلاعاتو کلتور وزير کريم خرم د ښاغلي روشن له استعفى ناخبري وښووده او ويې ويل چې له بي بي سي يې په لومړي ځل اوريدلې ده خو د هغوى د استعفى په اړه يې زياته کړه : (( دا د دوى خپله پريکړه ده . خو د دۀ د پريکړې درناوى کوم . د راډيو تلويزيون د رياست په ورځو شپو کې يې له ښو کارونو ستاينه کوم البته ځينې نيمگړتياوې هم وې . په راتلونکو کارونو کې يې برياليتوب غواړم . )) نجيب روشن نژدې يو نيم کال وړاندې د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون د ريس په توگه وټاکل شو . د دۀ له راتگ سره د ډيرو په گومان ملي تلويزيون يو څه ښه شو خو ورو ورو ښاغلي روشن دا هڅه ډيره کړه چې راډيو تلويزيون د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو له وزارت څخه جلا کړي . د دۀ د پلويانو ټينگار په دې کې و چې گواکې د رسنيو په نوي قانون کې دغه وړانديز شوى دى . خو د دغۀ نظر مخالفين په دې باور و چې د رسنيو نوى قانون ولسي جرگې لا منلى نه دى او په همدې دليل بايد ملي راډيو تلويزيون د وزارت په چوکاټ کې کار وکړي . د ډيرو په گومان همدې ټکي د اطلاعلاتو کلتور او ځوانانو د وزارت د وزير کريم خرم او ښاغلي روشن ترمنځ ستونزې پيدا کړې . کله چې د ملي راډيو لپاره ښاغلي خرم نوى ريس ټاکۀ نو نجيب روشن په بې سارې توگه خبري کانفرانس ورکړ او دغه کار يې د قانون خلاف وبالۀ . د طالبانو له نسکوريدو راهيسته په پرله پسې توگه د افغانستان دملي راډيو تلويزيون رياست په يوې لانجمنې مسالې بدل شوى دى . په لومړي سر کې حفيظ منصور دغه رياست په غاړۀ درلود . کله چې انجينير اسحق د ښاغلي منصور پر ځاى وټاکل شو تر څه مودې پورې دغه څوکۍ ليرې شوي مشر نه پرېښوده . د انجينير اسحق پر ځاى د غلام حسن حضرتي د ټاکنې پر وخت هم همدا ستونزه پيدا شوه . خو له ښاغلي حضرتي څخه نجيب روشن ته د دغې څوکۍ په سپارلو کې ظاهرآ کوم مشکل ښکاره نه شو . ښاغلى حضرتي په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت د کلتوري اتاشې په توگه وټاکل شو . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان د ٢ ادارو ترمنځ شخړه 10 جنوري, 2007 | خبرونه د ملي راډيو تلويزيون مشر: د وزير امر نه منم25 دسمبر, 2006 | خبرونه کابل کې خصوصي تلويزيون ته خبردارى ورکړل شو17 اگست, 2006 | خبرونه د افغانستان گڼ شمير تلويزيونونه څرنگه چليږي ؟19 جون, 2006 | خبرونه لومړني افغان تلويزيون امريکا ته خپرونې پيل کړې24 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||