BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2007 ,10 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان د ٢ ادارو ترمنځ شخړه

د افغانستان ملي راديو تلويزيون
د کابل ځېنې ښاريان وايي د ملي راديو تلويزيون په خپرونو کې د تيرو کلونو په پرتله ښه والي راغلى خولا تر اوسه د نورو غير دولتي تلويزيونونو سره سيالي نشي کولاى
د افغانستان د ملي راديو تلويزيون او د هيواد د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي يو پر بل تورلگوي چې يو د بل په کارونو کې لاس وهنه کوي

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون مشر د اطلاعاتو او کلتور په وزير تور لگولى چې گواکې د هغه په وينا يې اتيا تنه هغه کارکونکي له کاره گوښه کړي چې د نورو په پرتله يې کاري وړتيا ډيره وه ، خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بيا وايي هغه څه چې شوي د اداري اصولو په چوکاټ کې شوي او هر هغه څوک چې د دولت د کارکونکي په توگه په کار گمارل کيږي نو د ادارې پړاونو پرته نه شي کولاى په دندو وگمارل شي .

څه موده وړاندې هم د ملي راډيو ټلويزيون د مشر او اطلاعاتو او کلتور وزارت تر منځ د يو تن چارواکي په گمارلو تاوتريخوالى رامنځته شوى وو .

د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون مشر نجيب روشن بي بي سي ته وويل هغوى د نورو خصوصي ټلويزيونونو سره د سيالۍ په موخه يو شمير کارپوهه کسان په کار گمارلي ول خو کله چې هغه له هيواده بهر وو نو دغه کسان د اطلاعاتو او کلتور د وزير په امر له دندو گوښه شوي او د هغه په وينا دا کار د ملي راډيو ټلويزيون د مشر په چارو کې څرگنده لاس وهنه ده :

(( موږ په ملي راډيو ټلويزيون کې د اصلاح په موخه يو شمير کسان په کار گمارلي ول له دې پرته زما سره بل دليل نه وو ، ما غوښتل چې د پخوانيو او اوسنيو کارکونکو تر منځ هم غږي رامنځ ته کړم خو د اطلاعاتو او کلتور وزير د خپلو باډيگاردانو سره راغلى او هغه کس چې موږ د بې کفايتۍ په وجه له کاره شړلى وو بيرته يې د ټلويزيون د اطلاعاتو د چارواکي په توگه ټاکلى دى دا پخپله قوماندان سالاري نه ده ؟ ))

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي چې هغوى د افغانستان د مامورينو د قانون پر بنسټ چلند کړى او هر هغه څوک چې د ملي راډيو ټلويزيون کارکونکى نه وي نو نه ښايي چې د ټلويزون انگړ ته ور دننه شي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلاکار نجيب منلي په وينا دغه چاره هغوى د قانون په رڼا کې تر سره کړې ده .

په افغانستان کې نن سبا اوه ټلويزيوني شبکې خپرونې لري چې يوازې د ملي ټلويزيون شبکه يې د دولت تر ولکې لاندې ده ډير خلک داسې وايي چې اوس مهال ملي ټلويزيون د نورو خصوصي شبکو سره سيالي نه شي کولاى او شخصي ټلويزيونونو ډير کتونکي ورمات کړي دي ښاغلى روشن وايي د همدغې سيالۍ په وجه د هغوى تکل دا وو چې کارپوهه کسان په ملي ټلويزيون کې جذب کړي ، او د خپل تگ نه وړاندې يې د اطلاعات او کلتور وزير نه غوښتي ول چې په دې برخه کې دې د ادلون او بدلون راوستلو نه ډډه وکړي :

(( ما د خپل تگ نه مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزير ته په يو ليک کې ليکلي ول چې زه د خپلې کورنۍ ليدو ته ځم او زما تر راتگه دې په ملي راډيو ټلويزيون کې ادلون بدلون نه راولي او کله چې زه بيرته راغلم بيا به په سلا مشوره دغه چاره تر سره کړو ، خو هغه زما تر راتگه وړاندې دغه کار کړى دى . ))

خو د اطلاعات او کلتور وزارت سلا کار بيا وايي چې ملي راډيو ټلويزيون کولاى شي چې د وړو کسانو د جذبولو لپاره وړانديز وکړي او وروسته دا د وزارت د مشر تابه صلاحيت دى چې د نويو کسانو د گمارلو په اړه پريکړه کوي .

خو د دغو ټولو خبرو سره سره د کابل ښار ځيني اوسيدونکي په تيرو څو مياشتو کې د ملي راډيو په خپرونو کې د يولړ بدلونونو نه پلو پورته کوي او وايي چې تر يوه بريده يې مينه وال پر ځان رامات کړي دي .

سره له دې چې اوس مهال په افغانستان کې د خصوصي ټلويزيونونو بازار تود دى او گڼ افغانان يې پر ځان رامات کړي دي خو بيا هم د يو شمير خلکو په نظر د افغانستان په ملي راډيو ټلويزيون کې د هغو نورو په پرتله شل برابره زيات کسان په کار بوخت دي ، د هغوى په وينا هغه خپرونې چې خصوصي ټلويزيونونه خپروي او مينه وال لري ملي ټلويزيون يې نيمايي ته هم نه شي رسيداى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت