|
واحد نظري د ملي راډيو تلويزيون ريس وټاکل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاکټر واحد نظري د افغانستان د ملي راډيو ټلويزيون د لوى ريس په توګه ټاکلى دى . د دغه وزارت له خوا په خپرې شوې يوې خبر پاڼې کې ٥٥ کلن ښاغلى نظري وتلى افغان فلم جوړوونکى بلل شوى دى. ښاغلي نظري په دې وروستيو کې د شمشاد خصوصي تلويزيون د خپرونو د ريس په توگه کار کاوۀ . د افغانستان د ملي راډيو تلويزيون پخواني ريس نجيب روشن څو مياشتې وړاندې تر هغه وروسته استعفى ورکړه چې د دۀ په وينا د کار شرايط ورته محدود شول . داسې اټکل کيدۀ چې نوى ريس به ژر تر ژره وټاکل شي خو دا چې ولې په دومره ځنډ نوى ريس ټاکل شوى تر اوسه د اطلاعاتو کلتور د وزارت له خوا څه نه دي ويل شوي . ډاکټر واحد نظري په کندهار کې زيږيدلى او زده کړې ېې د کندهار په احمدشاهي ، د کابل د ميرويس نيکه په منځني ښوونځي او د رحمان بابا په ليسه کې سرته رسولې دي . ښاغلي نظري له بلغاريا څخه دکتورا اخيستې او له ملي تلويزيون او افغان فلم سره يې ډير کلونه کار کړى دى . ښاغلي نظري د افغان فلم د ريس ، دهنرمندانود ټولنې او دسينما د انجمن د ريس په توگه هم کار کړى دى او د کابل پوهنتون د هنرونود پوهنځي د استاد په توگه يې هم دنده تر سره کړې ده . واحد نظري د کونډې زوى په نامۀ مشهور تلويزيوني سيريال د ډايريکټر په توگه خورا ډير شهرت موندلى . دغه راز دوى د (( لحظه ها )) او ارمان فلمونه جوړکړي دي. ښاغلى نظري په پښتو او دري ژبو طنزونه او دسينما سناريوگانې هم ليکي دي . د اطلاعاتو کلتور وزارت وايي ښاغلى نظرى لومړنى افغان دايرکتر دى چې د سينما په يوۀ نړيوال فستيوال کې يې د قضايه هييت رول لوبولى دى . د المان د دايرکترانو د ټولنې غړيتوب هم لري . | ورسره تړلي نور خبرونه د افغان ملي راډيو- تلويزيون ريس استعفى ورکړه24 جنوري, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||