|
يونسکو:مورنۍ ژبه دباکيفته زده کړو اړتيا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په وياړ د ملگرو ملتونو د کولتوري ټولنې UNESCO مشر د يوې وينا په خپرولو سره مورنۍ ژبه دباکيفته زده کړې لپاره ارزښتناکه بللې ده. د ملگرو ملتونو د کولتوري ټولنې UNESCO مشر د بيلابيلو ژبوپر شتون ټينگار کړى اود يوې وينا په خپرولو سره يې غوښتنه کړې چې بيلابيلې ژبې د پوهنې په ترلاسه کولو، د رسنيو په خپلواکۍ ، په قضايي او کولتوري چارو کې په رسميت وپيژندل شي. کويچيرو ماتسورا په دې وينا کې د مورنۍ ژبې پر ارزښت ټينگار کړى او ژبې يې دوگړو د پيژندلو د خونديتوب او په ټولنه کې د سوله ييز ژوند لپاره ارزښتناکه بللي دي. ديونسکو مشر ښاغلى ماتسورا په دې وينا کې مورنۍ ژبه د باکيفيته زده کړې ،د لومړنيو زده کړو د پرمختگ اود بې سوادۍ د پايته رسولولپاره اړينه گڼلې ده. دى وايي چې ژبې د کولتوري رنگينۍ ،دپنځونو او خلاقيت ، اقتصادي پرمختيا اود شخصي پيژندنې د خونديتوب لپاره ډير ارزښت لري . ملگري ملتونه وايي روان زيږدي کال يې ځکه د مورنۍ ژبې په نامه نومولى دى چې په ټولنه کې د مورنۍ ژبې ارزښت څرگند کړي. پرون د افغانستان په گډون د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ولمانځل شوه او پر مورنۍ ژبه د زده کړو حق د ماشومانو بنسټيزه اړتيا وبلل شوه. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||