|
دژباړې سيمينار: دپښتوژباړن ولمانځل شول | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دې سيمينار کې له بهرنيو ژبو څخه پښتو ته د راژباړل شو کتابونو ژباړن وستايل شول او پريکړه وشوه چې ددغې ژبې پرمختيا لپاره له نورو نړيوالو ژبو څخه د مهمو کتابونو د ژباړلو لړۍ چټکه شي. په سيمينار کې امريکايي ليکوالې نينسې دوپرې ته چې نړۍ ته يې د افغان کلتور، تاريخ او ولس په ورپېژندلو کې ارزښتمنې هلې ځلې کړي د گيورگ مورگنسترن مډال ورکړل شو. که څه هم نوموړې په کابل کې ده خو د ناروغۍ له امله يې ونشو کولى چې په سيمينار کې گډون وکړي. مډال د اغلې دوپرې استازې ته ورکړل شو . افغان ليکوال او څيړونکي محمد زبير شفيقي ته چې پښتو ته يې تر ٣٠ ډېر کتابونه راژباړلي د ابو محمد هاشم سرواني مډال ورکړل شو. زبير شفيقي خوښي وښوده چې د افغان کولتوري ټولنو جرگې له خوا ونازول شو او ژمنه يې وکړه چې د غه لړۍ به روانه وساتي. ((پښتو ژبه او د ژباړې اړتيا)) تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار د ليندۍ په دومه په کابل کې پيل شو. ياد شوى سيمينار ((د افغان کولتوري ټولنو جرگې)) او(( پښتو نړيوالې مرکې)) له خوا رابلل شوى و. بېلابېلو پوهانو، ليکوالو او څېړونکو پکې د ژباړې په تاريخ او پښتو ژبې ته له نورو ژبو څخه د عملي اثارو د راژباړلو په ارزښت مقالې وړاندې کړې. د افغان کمپيوټرپوه اسرار احمد کرىمزي له خوا د پښتو ژبې د ژباړې ماشين په اړه چې په اتومات ډول به له انگريزي ژبې ژباړه کوي گډونوالو ته معلومات ورکړل شول. د ښاغلي کريمزي په وينا ياد شوى ماشين چې اوس يې د جوړولو چارې پيل شوي وبه ددې تر څنگ د ژباړې د ماشين له لارې به بېلابېلې انگريزي وېبپاڼې په پښتو کې د لوستلو جوگه شي. همدارنگه پښتو ته له بېلابېلو ژبو څخه تر ٢٥ ډېرو علمي اوکولتوري کتابونو د راژباړلو پرېکړه وشوه. افغان ليکوالو ټينگار وکړ چې د پښتو ژبې د بډاينې او پرمختيا لپاره به له نړيوالو ژبو څخه دکتابونو او علمي توکو د ژباړنې بهير گړندى کړي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||