BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2008 ,08 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
طالبانو د بهرنيو ځواکونو پر کاروان بريد کړى
لوگر
لوگر ولايت د تېر ژمې په موسم کې د نورو ختيځو سيمو په پرتله ارام و، خو داسې ښکاري چې د هوا له تودېدو سره به هم په دې سيمه کې د وسله والو طالبانو بريدونه ډېر شي .
د لوگر ولايت مرکز پول علم ته څېرمه وسله والو طالبانو له کابله گردېز ښار ته په لارو د بهرنيوځواکونو پر کاروان بريد کړى .

د لوگر د ولايتي بيارغونې ټيم ويانداورياخېل غرزي له بي بي سي سره په يوه ځانگړې مرکه کې پېښه تائيد کړه او وې ويل چې د بهرنيو ځواکونو څلور سرتېري د نامعلومو کوسله والو کسانو د بريد له امله ټپيان شوي دي .

پېښه د شنبې پر شپه د کابل- گرديز پر لويه لار د لوگر په مرکز پورې اړوند د پورک په سيمه کې شوې ده .

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند معرفي کوي د بريد مسئووليت پرغاړه واخيسته او ادعا يې وکړه، چې په دغه بريد کې شپږ تنه بهرني سرتېري وژل شوي او د هغوى دوه موټره ويجاړ شوي دي .

لوگر د کابل گاونډى سويلي ولايت دى، چې کله کله په کې دولت ضد وسله وال په کورنيو او بهرنيو ځواکونو بريدونه کوي. تېر کال د دغو بريدونو کچه لوړه وه، خو د ژمي په موسم کې ډېر لږ تر ستر گو کېدل .

طالبانو تر دې وړاندې ويلي وو، چې له راتلونکي پسرلي سره به د کابل نژدې ولايتونو کې خپل بريدونه ډېروي، خو د لوگر او پلازمېنې ته د نورو نژدې ولايتونو چارواکي دغه خبرې د طالبانو تبليغ بولي او په دغو ولايتونو کې د بشپړ امنيت ډاډ ورکوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
په لوگر کې يو بنگلا دېشى وتښتول شو
16 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت