|
په لوگر کې يو بنگلا دېشى وتښتول شو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ناپېژندل شويو وسله والو په لوگر کې يو بنگلادېشى سړى له خپل سيمه ييز دفتر څخه برمته کړى دى. چارواکي وايي د نور الاسلام په نامۀ دغه سړى چې له برک نادولتي موسسې سره يې کار کاوه تېره ورځ (شنبه) د وسله والو لخوا وتښتول شو. د لوگر د پوليسو د جنايي څېړنو مشر قدرت الله عربزي بي بي سي ته وويل نور الاسلام ولايتي مرکز، پل علم، ته نژدې يې دفتر نيولى و او له هغه ځايه څخه وسله والو پورته کړى دى. د دۀ په خبره، شپږ وسله وال، چې څلورو يې پوځي درېشي اغوستې وې، د برک دفتر ته ننوتل او بنگلاديشى سړى يې له ځان سره په گاډي کې نامعلوم لورې ته يووړ. دۀ وويل گمان دا دى چې دغه بهرنى سړى به د وسله والو غلو لخوا برمته شوى وي چې موخه يې د پيسو ترلاسه کول دي. ښاغلي عربزي زياته کړه چې برک دفتر ته څو ځلې يادونه کړې وه چې بې له امنيتي کسانو سيمې ته سفر ونه کړي او په خپل دفتر کې هم بايد بې ساتونکو ژوند ونه کړي، خو هغوى يې دغه سلا نه وه منلې. د پوليس دغۀ چارواکي وويل برک نادولتي موسسې چې په سيمه کې يې خلکو ته واړۀ پورونه ورکول له پل علم څخه شاوخوا اتۀ کيلومتره ليرې يو کور د دفتر په توگه په کرايه نيولى و، چې له هماغه پيله يې د امنيت په اړه اندېښنې وې. ښاغلي عربزي زياته کړه چې دوى په ټول لوگر کې د تښتول شوي سړي د موندنې او ژغورنې لپاره پلټنه پيل کړې ده، خو تر اوسه نه پوهېږي چې د بنگلاديش تبعه به چېرته وړل شوى وي. په وروستيو کې د بهرنيو د تښتونې پېښې مخ په زياتېدو دي. تر ټولو لويه پېښه يې چې تېره مياشت پاى ته ورسېده د ٢٣ سويلي کوريايانو برمته نيول وو. له دوى څخه دوه سړي يې طالبانو ووژل. همدا ډول تېره مياشت يوې وسله والې ډلې د توپک په زور يوه المانۍ مېرمن له پلازمينې څخه وتښتوله، خو يوه ورځ وروسه وژغورل شوه. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||