خپلې هنري چارې يې له پيښورراډيونه پيل کړې چې وروسته تلويزيون شو. لومړنى تلويزيوني سريال يې ورکې لارې نوميدې چې دسيدرسول رسا دپيغلې دليکنې له مخې ترتيب شوى و، دى له هغولومړنيو لوبغاړونه دى چې په پنځوژبويې رولونه ترسره کړي دي .
څه موده وړاندې يې دکوټې له تلويزيون نه يوه ډرامه خپره شوه چې ده پکې دترهگر رول لوبولی وو. دلاهوراوپيښورپه تلويزيونوکې دده زياتې ډرامې خپرې شوې دي. ډيرانعامونه اومډالونه يې ترلاسه کړي دي .
دښه ځوان اداکار، دزريزې دغږ او ډيرځله دکال دښه اداکارلقبونه ورکړل شوي دي . ښاغلى جمال به دا اوونى داوومې سټوډيوميلمه وي دده د ژوند اوهنري چارو په اړه پوښتنې ترې وکړى اوموږته يې پدې پته راواستوى.
[email protected]