 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
وتلى لوبغاړى ، پروديوسراودبي بي سي دنوي کورنوي ژوند دراډيويي نندارې د رحيم داد( نايي) کرکټر داوريدونکوپوښتنې ځواب کړې. ښاغلي مقصودي دافغان تياتر اوسينما وتلى څېره اوپيژندل شوى ممثل دى. ده دکونډې زوى په سريال کې دشادگل رول لاره اودادهمدې سريال مرکزي رول و. له ډيرې مودې راهيسې دبي بي سي له روزنيزې پروژې سره کارکوي . په اوومه سټوډيوکې به دنورهنري بوختياوسره سره دنوموړي وروستى نوښت واورواوهغه په نوې بڼه دشعردکلمه ده . ممنون مقصودي له موسيقي سره شعرداسې گډ کړى چې دتياتري صحنوپه ډول يې انځورکړى اوپه خورا په زړه پورې بڼه يې تمثيلوي. له ښاغلي مقصودي نه په اوومه سټوډيوکې دهمدې اونوروبوختيا ووپه اړه پوښتنې وکړى . دبريښنا ليکه پته موده: [email protected] دخپرونې پرمهال دمستقيم تيليفون شيمره موده: 00442078360331 |