 | | | اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي |
ښاغلي خټک ټپې، غزل اونورې فلکلوريکې سندرې ويلې دي چې ټول ټال يې ٤٠ سندرې مارکيټ ته راوتلي دي او لس يې لا همداسې له ځان سره پاتې دي نوموړى د اسلام اباد اوپيښورپه لاره کې په نوښارکې اوسيږي دپيښورپوهنتون يې پاى ته رسولى اوسندرې يې له اردونه پيل کړى دي.لومړى يې په درامه کې کارپيل کړاوبيا يې په لاهورکې سندرې ثبت کړې. وروسته يې په پيښورکې لومړنۍ سي ډي ثبت کړه. بختيارخټک لومړنۍ سندرغاړى وچې په خيبرتلويزيون کې يې سندره وويله. تراوسه يې دسندرودرې البومونه بازارته راوتلي دي لومړنى البوم يې دى نن يوازې يم.دويم يې نرى چناراودريم يې هم يادگيرنه نوميږي . په هرالبوم کې يې لس لس سندرې ځاى کړې دي. موسيقي يې له صاحب گل استاد نه زده کړې اوسندرې يې بيا دبيلابيلوشاعرانوپه شعرونوښايسته کړې دي. دټکرنه وروسته دى لومړنى سړى دى چې دنظم اوغني خان دغزلونودلوستولوهڅه يې کړې ده . ټپې، غزل اونورې فلکلوريکې سندرې يې ويلې دي. ټول ټال يې ٤٠ سندرې مارکيټ ته راوتلي دي او لس يې لا همداسې له ځان سره پاتې دي. ارمونيه ، کيبورد اواکارديون غږولى شي. دوه کاله کيږي چې د خيبرتلويزيون لپاره دپروگرامونوچلوونکى دى. واده يې کړى اوهمدا اوس يې يوزوى نړى ته راغلى دى . نوم يې خوشحال خټک پرې ايښى دى. |