|
ممثل مبارز موميلمه وو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ښاغلي مبارزپه ١٣٥٢ کې دخوست ولايت په حيدرخيلوکې نړى ته راغلي . لومړنۍ زده کړې يې دکابل په سيدال ناصرى ښوونځي کې کړې دي. وروسته خوست ته ولاړ اوهلته دخوست نسوان ښوونځي ته شامل شو يوکال يې هلته زده کړې وکړې اوبيرته کابل ته ولاړ بيا دزليخا ښوونځي ته ولاړ. هلته يې دوه کاله لوست وکړ اوبيا درحمان مينې ښوونځي ته شامل شو. هلته يې درې کاله تيرکړل بيا خيرخانې ته ولاړ اودحبيب الله شهيد ليسه يې تريوولسم ټولگي پورې ولوست. کله چې په وطن کې حالات خراب شول دى هم پاکستان ته کډه شو، له ماما گانوسره يې کار کاوه اوگاډى يې چلوله ، د شرايطوپه ښه کيدوسره بيرته وطن ته راستون شو اودسويې له ازموينې وروسته يې دخوست دحيدرخيلوليسه پاى ته وروسوله . په ١٣٧٩ کې يې په تمثيل پيل وکړ. دسيارې دمطبوعاتي دفتر لخوا يې په خوست ، پکتيا ،پکتيکا اولوگرکې ډرامې جوړولې اوتمثيلولې يې . دخوست په ښار کې يې دځوانانويوه ټولنه اود تياترڅانگه جوړه کړه. ځوان استعدادونه يې سره راټول کړل اوډيرپروگرامونه يې ترسره کړي دي، ټولنه يې لس دوولس تنه لري اوڅلورتنه يې دخوست په تلويزيون کې هم کارکوي. په تمثيل کې استاد نلري اوپخپله زياته مينه ورسره لري. سږکال يې د ميشا گل په نوم يوسريال پيل کړى دى . دا د يوه ځوان پوډري دژوند اوبرخليک په اړه دى. تراوسه يې دوولس برخې جوړې شوې دي چې هره برخه يې شل دقيقې ده . مرکزي کرکتر اود ميرمنې رول يې پخپله دده ( مبارز) په غاړه دى. په ډيروتياتري اوسينمايي فستيوالونوکې يې زيات انعامونه ترلاسه کړي دي. سږکال دافغانستان د تياترپه چاپ شوي کتاب کې دده په ډراموليکنه شوې او دنوموړي انځورونه هم پکې شته. واده يې کړى اودرې هلکان اودوې نجونې لري. امان الله اميري په خوست کې زيږيدلى دى خواصلي ځاى يې ننگرهاردى. ترشپږم ټولگي پورې يې دخوست په غرښت ليسه کې زده کړې وکړې اوبياننگرهارته ولاړاودحصارک ولسوالى د غلجه يي په ولسوالى کې يې ښوونځى پاى ته ورساوۀ. دننگرهاردبايزيدروښان پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځى يې ولوست اوحکومتي کاريې پيل کړ،دجلال اباد دښاردعبدالوکيل دښوونځى سرښوونکى و. دحالاتوترکړکيچ وروسته له افغانستان نه ووت اوپه سويډن کې يې واړول. تراوسه په سويډن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. سوداگري کوي اودافغانستان، چين او اروپا ترمنځ دمالونوپه وړراوړوبوخت دى. دښوونځي له کلونويې له موسيقي سره مينه لرله خوموريې اجازه نه ورکوله چې سندرې ووايي که څه هم پلاريې دموسيقي ظابط و. له ملگروسره به يې پټه موسيقي غږوله اوسندرې به يې ويلې. وروسته جلال اباد ته ولاړاوهلته له استا رحيم غمزده سره اشناشو. له موسيقي سره مينې په سويډن کې هم ځانته پرې نښوداوهملته يې له استاد شاولي نه يې درې کاله موسيقي زده کړه. دموسيقي له وسايلونه رباب اوارمونيه غږولى شي. يوه سي ډي يې بازارته راوتلې ده خوډيرې سندرې لاهم ورسره پاتې دي اودمينه والولاسونوته يې ندي ور رسيدلى . دهجرت په فلم کې يې هم يوه سندره ويلې ده. پدې ورځوکې يې دافغانستان په ملي تلويزيون کې څوسندرې لب سنگ کړې دي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||