|
افغانستان د کريکټ اتلوليو نيمه پايلوبو ته ورسيد | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان د اسيا د کريکټ شورا په اتلوليو کې نن ( چارشنبې د لړم ٩ د اکتوبر ٣١ ) ماليزيا ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته ورسيد . دغه سيالۍ په کويت کې ترسره کيږي او د اسيا لس هيوادونه پکې برخه لري . افغانستان په لومړيو لوبو کې قطر ، نيپال او ماليزيا ته ماتې ورکړې خو له عمان څخه يې لوبه وبايلله . نيمه پايلوبې سبا کيدونکي دي چې افغانستان پکې له متحدو عربو اماراتو سره سيالي کوي . د افغانستان د لوبډلې لوبغاړي ريس احمدزي بي بي سي ته وويل چې په نيمه پايلوبو کې به متحد عرب اماراتو سره سيالي اسانه نه وي خو دوى د بري هيله لري . د ريس احمدزي دليل دا و چې له عمان سره په لوبه کې ماتې د دۀ په وينا افغان لوبغاړي ويښ کړل . افغانستان په تيرو څو کلونو کې د کريکټ په ډيرو نړيوالو سياليو کې ښه ځليدلى دى خو په پايلوبه يا نيمه پايلوبه کې پاتې راغلى دى . ريس احمدزى هيله من دى چې دا ځل به له تيرو تجربو گټه واخلي او برى به يې په برخه شي . دغه سيالۍ د ٢٠\٢٠ اورونو دي چې په دې وروستيو کې په نړۍ کې خورا ډيرې ستايل شوي دي . د لوبې دواړه غاړې يوازې په ٢٠ اورونو کې منډې جوړوي . څو مياشتې وړاندې په سويلي افريقا کې د دغه ډول سياليو نړيوالې اتلولۍ وشوې چې هند وگټلې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||