BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:23 گرينويچ 2007 ,01 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان د کريکټ لوبو پايلوبې ته ورسيد
افغان لوبغاړي په کويت کې
په کويت کې گڼ شمير اوسيدونکو افغانانو د خپلې ملي لوبډلې لوبغاړي وهڅول
افغانستان د اسيا د کريکټ شورا په اتلوليو کې متحدو عربو اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو پايلوبې ته ځان ورساوۀ .

دغه سيالۍ په کويت کې ترسره کيږي چې لسو هيوادونه پکې برخه اخيسته . پايلوبه به سبا ( جمعه د نومبر ٢ ) د افغانستان اوعمان ترمنځ وي .

د اسيا د کريکټ شورا په رووانو اتلوليو کې د دغې لويې وچې ١٠ هيوادونه برخه اخلي . افغانستان په لومړي پړاو کې درې لوبې وگټلې خو له عمان څخه يې بايللې وه .

افغان لوبغاړي وايي هغې ماتې د دوى په وينا وېښ کړي دي او هيله من دي چې په پايلوبه کې به ښه لوبه وکړاى شي .

په نننۍ ( پنجشنبه د نومبر ١ ) لوبه کې افغانستان لومړى منډې جوړې کړې او په ټاکل شويو ٢٠ اوروونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ١٦٣ منډې جوړې کړې .

نورو منگل او محمد نبي تر پنځوسو ډيرې منډې لرلې . په ځواب کې د متحدو عربو اماراتو لوبډله يوازې په ١١٦ منډو وسوځېدله او په دې توگه افغانستان پايلوبې ته ورسېد .

د نننۍ لوبې غوره لوبغاړى د افغانستان نوروز منگل و چې ٦٠ مندې يې کړې وې .

د افغانستان د لوبډلې روزونکي تاج ملوک بي بي سي ته وويل دا برى په دې لا ډير د پام وړ دى چې ورسره افغانستان د ٢٠١٠ کال اسيايي لوبو ته ورسېد .

په ٢٠١٠ کال کې به اسيايي لوبې په چين کې ترسره کيږي او په لومړي ځل به پکې کريکټ لوبه هم شامله وي .

په هغو سياليو کې به هند ، پاکستان ، سرېلنکا او بنگله دېش هم برخه اخلي چې د نړۍ په څو تر ټولو پياوړو لوبډلو کې گڼل کيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت