BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړى عاشق ساهو او رباب غږوونکى حبيب وردگ په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيو
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي
عاشق ساهو څه کم ديرش کاله وړاندې دپکتيا دځاځيودحسن خيلوپه کلي کې نړى ته راغلى اودپيښوله بهيرسره يې تل دناخوالوپه بهيرکې سفرکړى دى .

په هيوادکې دکړکيچ اوخپل منځي جگړو په پيلدو دى هم بې وطنه شواوپه پاکستان کې يې واړول. له يوې خوا عمومي ستونزو اوله بلې خوا کورنيوستونزو دى له ليک لوسته بې برخې کړ اوښوونځي يې ونه شولوستلى.

له پنځلس کلنۍ نه يې له سندروسره مينه پيداشوه . استاد نه لري خوپلاريې ارمونيه اوتره يې تبله غږولى شوه. نوموړي ارمونيه غږوله اوپلاريې نه وترې خبر يوه ورځ يې پلارخبرشوچې ترده هم ښه ارمونيه غږوي اونوموړى يې ډير وهڅاوه.

اوس خپله هنري ډله لري چې دموسيقي په وسايلوکې مرسته ورسره کوي. لومړنى کنسرت يې په دوبۍ کې ورکړ اوبيا قطرته دکنسرت لپاره ولاړ.تراوسه يې له سلوزيات کسټونه بازارته راوتلي دى.

دشاعرانو جمال خوږمن، انورتبسم ، نورعلي جان نريزيوال ، پيرمحمد کاروان اونوروپه شعرونويې خپلې سندرې ښکلې کړې دي. دډيروسندروکمپوزيې پخپله جوړکړى دى. خودنوروسندروکمپوزونه يې ماسترعلي حيدر، جلال سرحدي اونوروجوړکړي دي.

اوس دخوست په متون کې ژوندکوي. وادۀ يې کړى ، يوزوى اودرې لوڼې لري.

حبيب وردگ له شيکاگوپوهنتون، اينديانا پوهنتون ، مايامي پوهنتون اوکولمبيا کوليج اونوروښوونځيوسره دموسيقي په غونډوکې گډون کوي اورباب ورپيژني.

حبيب وردگ دپېښورښار کې زيږيدلى اواوس اتلس کلن دى.ښوونځى يې هملته ولوست او په عرفان موزيک سنتر کې يې شپږمياشتې رباب ولوست.

نورې زده کړې يې هم په پاکستان کې وکړې اوبيا په ٢٠٠٠ کال کې متحدوايالتونوته ولاړ.
تراوسه هملته په شيکاگو کې ژوند کوي .
دمهندسي په برخه کې زده کړه کوي اودموسيقي په تکنالوژى هم اخته دى . څلورالبومه يې درباب له ټوټونه ډک کړي دي.

اوس دموسيقي مسلکي زده کړې کوي. دلويديځې اوختيځې موسيقي په زده کړه اولټه لگيا دى.
تکل يې کړى چې دموسيقي اصيلي اوکلاسيکې ټوټې له معاصرې اوموډرنې موسيقي سره يوځاى کړي.
رباب ، تبله ، پيانو، ارمونيه اوله تارونو سره تړلې موسيقي غږولى شي.

له شيکاگوپوهنتون، اينديانا پوهنتون ، مايامي پوهنتون اوکولمبيا کوليج اونوروښوونځيوسره دموسيقي په غونډوکې گډون کوي اورباب ورپيژني. نوموړي به په اوومه سټوډيوکې دعاشق ساهوترڅنگ له موږسره وي اوله نوموړي درباب غږولوپه اړه پوښتنې وکړى

خپلې پوښتنې پدې پته راواستوى.

[email protected]

دخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون راته وکړى.
00442078360331

ممثل مبارز موميلمه دىاوومه سټوډيو:
دا اوونۍ مو ممثل مبارز ميلمه وو
ريس احمدزىاوومه سټوډيو:
د افغان کريکټ ملي لوبډلې لوبغاړي مو مېلمانه وو.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
ممنون مقصودي په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
سندرغاړى بختيارخټک په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دا اوونۍ اسلامي ترانو ته ځانگړې وه.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دااوونۍ استاد گل زمان او تجلى مو ميلمانه دي.
لطيف ننگرهارىاوومه سټوډيو:
دااوونى سندرغاړى لطيف ننگرهارى مو ميلمه دى.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت