BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:28 گرينويچ 2007 ,25 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان کريکټ لوبغاړي مو مېلمانه دي
نوروز منگل افغان کپتان
اوومه سټوډيود جمعې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي چې دا اوونۍ به نوروز منگل او ريس احمدزى پکې ستاسو پوښتنې ځوابوي
د اوومې سټوديو گرانو اوريدونکو د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله د اسيا د کريکټ شورا په اتلوليو کې پايلوبې ته رسيدلې ده په همدې پلمه مو خپل اعلان کړى پروگرام بدل کړى او د کريکټ لوبډلې دوه ستوري مو رابللي دي .

دغه دوه ستوري اوسنى کپتان نوروز خان منگل او پخوانى کپتان ريس احمدزى دي چې په روانو لوبو کې ښه ځليدلي دي .


د طالبانو له نسکوريدو راهيسته کريکټ يوه له هغو لوبو ده چې افغان لوبغاړو پکې خورا ډيرې برياوې لرلي دي .

ريس احمدزى يو له تکړو لوبغاړيو څخه دى چې پخوا د افغانستان کپتان و

دوى په پرله پسې توگه په سياليو کې پايلوبو يا نيمه پايلوبو ته ځان رسولى دى .

په کويت کې ترسره کيدونکو روانو سياليو کې د افغانستان د ښې لوبې له امله اوس دغه هيواد په ٢٠١٠ کال کې د چين په اسيايي لوبو کې هم د برخې موندلو هيله پيدا کړه .

دا به لومړى ځل وي چې په اسيايي لوبو کې د کريکټ لوبې ته هم ځاى ورکول کيږي او افغانستان به پکې د کريکټ له تر ټولو پياوړو لوبډلو سره سيالي کوي .

که له لوبغاړو پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک له لارې راواستوئ او يا يې هم د خپرونې په ترڅ کې دتل په شان د تيلې فون په مټ مطرح کړئ .

دخپرونې پرمهال په دې شميره مخامخ سټوډيوته تيليفون وکړئ.
00442078360331

له ښاغلي سندرغاړي عاشق ساهو سره به راتلونکې اوونۍ خوالۀ ولرو .

ښاغلى اميري اماتور(شوقي) هنرمند دى چې له استاد شاولي نه يې موسيقي زده کړې اوديارلس کاله کيږي چې له خپلې کورنۍ سره په سويډن کې ژوند کوي.

امان الله اميري په خوست کې زيږيدلى دى خواصلي ځاى يې ننگرهاردى. ترشپږم ټولگي پورې يې دخوست په غرښت ليسه کې زده کړې وکړې اوبياننگرهارته ولاړاودحصارک ولسوالى د غلجه يي په ولسوالى کې يې ښوونځى پاى ته ورساوۀ.

دننگرهاردبايزيدروښان پوهنتون دښوونې اوروزنې پوهنځى يې ولوست اوحکومتي کاريې پيل کړ،دجلال اباد دښاردعبدالوکيل دښوونځى سرښوونکى و.

دحالاتوترکړکيچ وروسته له افغانستان نه ووت اوپه سويډن کې يې واړول. تراوسه په سويډن کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. سوداگري کوي اودافغانستان، چين او اروپا ترمنځ دمالونوپه وړراوړوبوخت دى.

دښوونځي له کلونويې له موسيقي سره مينه لرله خوموريې اجازه نه ورکوله چې سندرې ووايي که څه هم پلاريې دموسيقي ظابط و. له ملگروسره به يې پټه موسيقي غږوله اوسندرې به يې ويلې. وروسته جلال اباد ته ولاړاوهلته له استا رحيم غمزده سره اشناشو.

له موسيقي سره مينې په سويډن کې هم ځانته پرې نښوداوهملته يې له استاد شاولي نه يې درې کاله موسيقي زده کړه. دموسيقي له وسايلونه رباب اوارمونيه غږولى شي. يوه سي ډي يې بازارته راوتلې ده خوډيرې سندرې لاهم ورسره پاتې دي اودمينه والولاسونوته يې ندي ور رسيدلى . دهجرت په فلم کې يې هم يوه سندره ويلې ده. پدې ورځوکې يې دافغانستان په ملي تلويزيون کې څوسندرې لب سنگ کړې دي.

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
ممنون مقصودي په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
سندرغاړى بختيارخټک په اوومه سټوډيوکې.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دا اوونۍ اسلامي ترانو ته ځانگړې وه.
اوومه سټوډيواوومه سټوډيو:
دااوونۍ استاد گل زمان او تجلى مو ميلمانه دي.
لطيف ننگرهارىاوومه سټوډيو:
دااوونى سندرغاړى لطيف ننگرهارى مو ميلمه دى.
خورشيد عالم صابراوومه سټوډيو:
سندرغاړى خورشيد عالم د اوومې سټوډيو ميلمه دى.
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت