هلمند کې چاودنې "د يوې کورنۍ اووه غړي " وژلي

د افغانستان جنوبي ولايت هلمند چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سړک غاړې ماين چاودنه له امله د څلورو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک په وينا، چاودنه ځايي مهال له غرمې مخکې د لښګرګاه په بولان کې سيمه کې شوې ده.
ښاغلی ځواک وايي چاودنه د ولسي خلکو پر يوه زرنج ډوله رېکشا شوې، چې "څلور ماشومان، دوې مېرمنې او يو بل کس په کې وژل شوي" دي.
ځينې راپورونه ښيي چې په دغه چاودنه کې د يوې کورنۍ ۱۱ تنه وژل شوي دي.
- <link type="page"><caption> هلمند ته ۱۰۰ امریکايي پوځیان لېږل شوي دي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/08/160822_ns_helmand_us_forces" platform="highweb"/></link>
- <link type="page"><caption> "د هلمند ولايت امنيتي ځواکونو کې خيالي سرتېري شته"</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2016/07/160716_gn_ghost_soldiers_helmand" platform="highweb"/></link>
چارواکي وايي ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځای پر ځای شوی و خو وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هلمند د افغانستان په جنوب کې يو له ناامنه ولايتونو څخه ګڼل کېږي، چې په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په کې ګڼې نښتې رامنځ ته شوې دي.
د بشري حقونو ټولنو د راپورونو له مخې افغانستان کې د" ۷۲ سلنه ولسي وګړو مرګژوبله د مخالفو وسله والو ډلو لکه طالبانو، حقاني شبکې او "اسلامي دولت" نومې ډلې له خوا رامنځ ته کېږي."




