د هلمند والي: ګرمسير ولسوالۍ بېرته افغان ځواکونو نېولې

د عکس سرچینه، Abdulaziz Safdari
د افغانستان په جنوب هلمند ولايت کې چارواکي وايي، د ګرمسير ولسوالۍ يې له طالبانو بېرته نېولې او په دغه عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درنه "مرګژوبله" اوښتی ده.
د هلمند والي حيات الله حيات بي بي سي ته ويلي، د ګرمسير ولسوالۍ ودانۍ او بازرا بېرته د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلی او د هلمند- کندهار لويه لار چې له تېرو څو ورځو د ترافيکو پر مخ تړلې وه بېرته پرانيستل شوه.
د هلمند والي زياته کړه، په دغو عملياتو کې طالبانو ته "درنه مرګژوبله" اوښتې ده، خو په دې اړه يې نور معلومات وړاندې نه کړل.
طالبانو هم پر خپله ويبپاڼه د هلمند- کندهار پر لاره د جګړې خبر ورکړی او حکومتي ځواکونو ته يې د درنې مرګژوبلې ادعا کړې.
پرون جمعه (۱۲ اګست) يوه ځايي چارواکي بي بي سي ته ويلي وو، چې حکومتي ځواکونه د ولسوالۍ له ودانۍ څخه په شا شوي دي.
د يو شمېر راپورونو له مخې طالبانو له تېرو څو ورځو راهيسې د هلمند ولايت په ناوې، خانشين، نادعلي او ګرمسير ولسواليو کې بريدونه پيل کړي دي.

د عکس سرچینه، AFP
افغان حکومتي چارواکي وايي، طالبان د هلمند ولايت په ټولو برخو کې له "ماتې" سره مخامخ دي.
له بل پلوه، ځايي سرچينې وايي، د نښتو له امله شاوخوا درې زره کسان د هملند ولايت په بېلابېلو برخو کې بېځايه شوي چې اوس د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې شپې او ورځې تېروي.
د دغه ولایت د کډوالو چارو چارسمبالي مشر نقیب الله بي بي سي ته ويلي، د هلمند له بېلابېلو سیمو شاوخوا درې زره کورنۍ د جګړو له کبله خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوې دي.








