د هرات وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي

د افغانستان ختیځ ولایت هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سړک جوړونې یوې پروژې څلور ساتونکي او دوه ملکي وګړي د وسله والو په برید کې وژل شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي وایي، سیمې ته مرستندویه ځواکونه لېږل شوي او برید کوونکو سیمه پرېښې ده.
نوموړی وایي دا برید طالبانو ترسره کړی، خو د پېښې پړه تراوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
پولیس وايي، د وسله والو مخالفینو یو موټر په دې پېښه کې سوځېدلی او تلفات ور اوښتي، خو په اړه یې نور جزییات نه لري.
هرات کې دا لومړی ځل نه دی چې د سړک جوړونې د شرکتونو پر کارکوونکو مرګوني بریدونه کېږي.
زنده جان د هرات ولایت نسبتاً ارامه ولسوالي ګڼل کېږي.
* <link type="page"><caption> په لوګر کې د سړک جوړونې شرکت ساتونکې ووژل شول</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2011/05/110530_logar_fighting" platform="highweb"/></link>
* <link type="page"><caption> وسله والو د کندهار پنجوايي پوخ سړک ړنګ کړی</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/08/120822_hh-road-destroy" platform="highweb"/></link>
* ''<link type="page"><caption> په ۲ کلونو کې به ۱۰۰۰ کیلومتره سړک جوړ کړو''</caption><url href="http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/08/100821_af-roads-building" platform="highweb"/></link>








