یو شمېر نارینه افغان کډوال اندونیزیا کې د "فحاشۍ" په تور نیول شوي

د عکس سرچینه، Thinkstock
د اندونیزیا دولت ویلي، د ځوانو کډوالو یوه داسې شبکه یې موندلې چې په سرحدي ښار باتم کې په فحاشۍ بوخت و.
د اندونیزیا د کډوالۍ ادارې ویاند هیرو سانتوسا بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې ۱۰ کډوال او یو اندونیزیایی اړیکه ټینګوونکی ددې شبکې غړي و.
د ښاغلي سانتوسا په وینا له دوی ۹ کسانو ځانونه د افغانستان او یوه د پاکستان پېژندلی دی.
اندونیزیایي چارواکو ویلي، دغو سړیو د اندونیزیایي دلالانو په همکارۍ د ډېره اندازه پیسو په بدل کې له نارینه او ښځینه مشتریانو سره جنسي رابطه ټینګوله.
د اندونیزیا د کډوالو ادارې د ویاند په وینا، "ګومان کېږي چې ددې شبکې اندونیزیایی دلال نیول شوی وي او ځینې نور نیول شوي کسان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ لخوا پناه غوښتونکي پېژندل شوي."
د هیرو سانتو په وینا، شکمن کسان د پناه غوښتونکو د پنډغالو اوسېدونکي نه و، بلکې په ګډو کورونو کې چې د ملګرو ملتونو لخوا برابر شوي و، اوسېدل.
سیمه ییزو چارواکو ویلي، د راپورونو ترلاسه کولو وروسته یې ددې شبکې په اړه څېړنې پیل کړې او ویې لیدل چې باتم کې یوه هوټل ته نژدې د منځني ختیځ څېرې لرونکي نارینه لوکسو موټرو ته ورختل.
ښاغلي سانتوسا ویلي، شکمن کسان د پیسو د راکړې ورکړې پرمهال ونیول شول.
اندونیزیایي رسنیو راپور ورکړی چې په نیول شویو نارینه افغانانو کې یو ۱۵ کلن هلک هم دی.
د باتم ټاپو د سنګاپور پولو ته نژدې پروت دی.
اندونیزیا استرالیا ته د افغانانو د قاچاق لاره وه او کډوال ددې هېواد له ساحلونو په کښتیو کې د استرالیا ساحلونو ته تلل. استرالیا کې د کډوالو پروړاندې سخت سیاست رامنځته کېدو سره، د افغانستان ډېر شمېر وګړي چې غوښتل یې استرالیا ته لاړ شي، اندونیزیا کې پاتې شول.








