د کابل بریدونو کې ۲۴ کسان وژل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د افغانستان عامي روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاوسي وايي دغو بریدونو کې ۲۴ کسان وژل شوي او ۹۱ نور ټپیان دي.
بل لور ته د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي.
د ښاغلي صدیقي په خبره چاودنه کې شپږ پولیس شامل دي. نوموړي ومنله، چې د پولیسو دویمې حوزې لوړپوړي چارواکي هم په وژل شویو کې شامل دي، خو د دغو کسانو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
له دې مخکې د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه ویاند بي بي سي ته ویلي و دغه بریدونه د افغانستان ملي دفاع وزارت یوې دروازې ته نژدې شوي دي.
ددې وزارت ویاند محمد رادمنش وایي، ددغو بریدونو قربانیان امنیتي سرتېري او ولسي وګړي دي.
هغه وویل په ټپیانو د ملي دفاع وزارت یو لوړپوړی قومندان هم شامل دی.
ښاغلي رادمنش وویل، لومړۍ بمي چاودنه په سیمه ییزو وخت له غرمې وروسته په شاوخوا ۴:۰۰ بجو په مرادخاني سیمه کې د "یک پیسګي پول" ته څېرمه وشوه.
دا پول د ملي دفاع وزارت له عمومي دروازې څو سوه متره لرې دی.
د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، کله چې امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي د لومړۍ چاودنې قربانیانو سره د مرستې لپاره ورغلل، بل ځانمرګی برید وشو.
وسله والو طالبانو رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي دوی دغه بریدونه کړي او لسګونو پوځيانو ته یې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې.

د عکس سرچینه، Reuters
افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید غندلی او له ارګه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "طالبان د وحشت او وېرې په خپرولو سره داسې بریدونه کوي خو د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري".
دا پر کابل په دوو اونیو کې دویم خونړی برید دی، تېره اوونۍ په پلازمېنه کې پر امریکایی پوهنتون برید کي ۱۳ تنه وژل شوي وو.








