بامیان: د سیمه ییزې موسیقې ژغورنې هڅې

- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په مرکزي ولایت بامیانو کې یو شمېر نجونې د سیمه ییزې موسیقۍ خوندي ساتلو لپاره د موسیقۍ زده کړه کوي.
د نجونو دغې وړې ډلګۍ یوه لوی کار ته ملا تړلې، چې د سیمې لرغونې موسیقي له ورکېدو وژغوري. دوی د موسیقۍ دالو زده کولو ترڅنګ د سندرو ویلو خواري هم کوي.
دنړیدلي بودا مجسمې په سیوري کې له یوې وړې خونې د ژوند سندرې اوریدل کیږي، په کانتینر ډوله خونه کې شپږ پیغلې نجونې یوه عمر خوړلي استاد ته ناستې دي چې دخپلې سیمې سوچه موسیقي ور زده کړي.

ناصر سروش په پوره لیوالتیا همداسې کوي. هرې یوې ته بیلې بیلې د موسیقۍ الې ورښيي، خو وايي موسیقي دلږې مودې کار نه دی، وخت او خواري دواړه غوړاي.
''زه هیلمند یم چې دوی موسیقي ژر پرینږدي او دوام به ورکوي. دوی هغه نجونې دي چې ډېرې لوړې وړتیاوې لري او سیمه ییزې فلکوریکې سندرې ډیرې پخې او سمې وايي''
د موسیقۍ دا زده کړیالانې غواړي خپل نروچکي غږونه د استاد له پاخه غږ سره پاخه کړي.
ورځ نیمايي شوه غرمه ټکنده نسیمه په موسیقۍ مړه شوه خو په وږې خیټه دکور څلور کیلو مټره واټن وهي.

کاله ته په رسیدو د پخلنځي خواته ځي، خواړه پخوي او شنې چای په اور او زمزمو دم کړي.
هغه وايي، دژوند مهال ویش یې داسې دی، چې سپورت زده کړو موسیقۍ او دکور کاريې په کې ټول کړي:
'' په ټولګي کې چمبه وهم، طبله وهم او دمبره مې ډیره نه ده زده، خو لیواله یم چې دموسیقۍ ټولې الې زده کړم''
نسیمه او ملګرې یې ډیر وخت یوځای تېروي، سخت او بوخت ژوند، بې وزلي او د اسنتیاوو نشتوالي، د دوی دکار خنډ نه دي، یوازې منډه غواړي چې دوی ورته موزې پر پښو وي.








