د کندوز پولیس: ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۱۵ طالبان وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty
د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت د پولیسو قومندان ویلي، د طالبانو پرضد د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په لړ کې ددې ډلې ۱۵ غړي وژل شوي دي.
جنرال محمد قسیم جنګل باغ ویلي، دا عملیات تېره شپه د کندوز ښار په څنډو د حضرت سلطان په سیمه کې پیل شول او نن سهار (چهارشنبې سرطان/چنګاښ ۹مه) پایته ورسېدل.
ښاغلي جنګل باغ ویلي، د پولیسو او د پوځ ځانګړو ځواکونو دغو عملیاتو کې نړیوالو ځواکونو هم برخه لرله چې هدف یې د کندوز ښار په شاوخوا سیمو کې د طالبانو ځپل و.
هغه زیاته کړه، د طالبانو د ۱۵ غړو پر وژل کېدو سربېره په دغو عملیاتو کې ددې ډلې ۸ نور غړي ټپیان شوي او ۱۷ نور له دې ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي دي.
په مقابل کې طالبانو رسنیو ته د خبرپاڼې په لېږلو ادعا کړې چې په دغو جګړو کې ۱۵ امریکایي سرتېري او ددې ډلې دوه غړي وژل شوي او د بهرنیو ځواکونو ۳ ټانکونه ویجاړ شوي دي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، له وړاندې پوهېدل چې امریکايي او د افغانستان دولتي ځواکونه دغه سیمه کې عملیات کوي او دوی په همدې دلیل په سړکونو کې ماینونه ښخ کړي و.
کندوز د افغانستان په شمال کې له ناارامو ولایتونو دی. د کندوز – تخار پر لاره د طالبانو لخوا د مسافرو تښتولو وروسته، دولت پر دغې ډلې فشارونه ډېر کړي دي.
په تېرو ورځو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د طالبانو مرکزونه په نښه کړي او دې ډلې ته یې ځاني تلفات اړولي دي.

د عکس سرچینه، d








