لوګر کې د "طالبانو د والي په ګډون ۱۳" تنه وسله وال وژل شوي

د عکس سرچینه، f

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د لوګر ولايت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي نجيب الله د دغې ډلې له ۱۲ تنو غړو سره يو ځای وژلی دی.

د لوګر والي حليم فدايي نن دوشنبې (۱۳ جون) پر خپل ټوېټر پاڼه هم د دغې پېښې پخلی کړی دی.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ځانګړو ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د "طالبانو ۱۳ جنګيالي" وژل شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې پوځي عمليات د لوګر ولايت په پيروخيل او بابوس سيمو کې شوي دي. چارواکي وايي، پوليسو او ولسي وګړو ته په دغو عملياتو کې کوم زيان نه دی رسېدلی.

د کورنيو چارو وزارت وايي په دغو عملياتو کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د پوليسو لاس ته لوېدلي دي.

ياد شوی وزارت وايي، دغو کسانو غوښتل چې په لوګر ولايت کې د "ترهګرۍ کړنې" ترسره کړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.