لوگر کې درې خويندې په ډزو وژل شوي

د عکس سرچینه، f
د لوگر په ولايت کې درې خويندې د ناپېژانده وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
پېښه د ولايت خروار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د راپورونو له مخې بريد کوونکو دامنيتي ځواکونو يونيفارم په تن او مخونه يې پټ وو.
د دې خويندو عمرونه د نهو او ١٨ کالونو ترمنځ ښودل شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د پېښې د تاييد پرمهال ويلي دي " امنيتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنه پيل کړې ده."
ددې خويندو په اړه ويل شوي چې چونې يا سپينې خاورې راوړلو لپاره له کوره وتلې وې چې بريد پرې وشو. ښاغلي صالح د بريد کوونکو شمېر دوه ښودلى دى.
طالبانو دې پېښې ته غبرگون ښودلو پر مهال دې کې هرډول لاس درلودل رد کړي دي.
د پېښې په اړه نور تفصيل نه دى معلوم، خو دا لومړى ځل نه دى چې افغانستان کې په داسې مرموز ډول نجونې وژل کېږي. د نجونو پلار يو ولسي وگړى ښودل شوى چې د خلکو په وينا چا سره هم شخصي بدي نه لري.








