لوګر کې ځانمرګي برید پایله کې اته ملکي کسان ټپیان شوي

ښاغلی احمدي وايي، د پېښې څلورو ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی

د عکس سرچینه، f

د عکس تشریح، ښاغلی احمدي وايي، د پېښې څلورو ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی

لوګر ولایت کې د یوه ځانمرګي برید له کبله اته کسان ټپیان شوي دي. پلازمېنې کابل ته څېرمه د لوګر ولایت امنیې قومندان داوداحمدي وايي، پېښه نن ( سپتامبر ۵ ) ګهیځ شاوخوا اته بجې د یاد ولایت په مرکز کې رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا چاودنې پایلې کې اته ملکي کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي، چې ځانمرګي بریدګر غوښتل له چاودیدونکو توکو ډک کرولا ډوله ګاډی خوست ولایت ته ولیږدوي.

د نوموړي په خبره دغه ګاډی، چې له باروتو ډک و، هدف ته له رسیدو مخکې د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې وچاودید، چې له کبله یې اته ملکي کسان ټپیان شول.

ښاغلی احمدي وايي، د پېښې څلورو ټپیانو روغتیايي حالت خواشینونکی دی.

له دې څو ورځې مخکې د لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له کبله ۱۶ کسان ټپیان شوي وو.

ځانمرګي برید ګر په هغه برید کې له چاودیدونکو توکو ډک ګاډي ته د پولیسو ګادي سره څېرمه چاودنه ورکړه، چې پایله کې یې اته پولیس او اته ملکي کسان ټپیان شول.

د دغې پېښې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې. لوګر چې دافغانستان پلازمېنې ته څېرمه پروت ولایت دی، له نا ارامه ولایتونو یو بلل کېږي.