"فاریاب کې د طالبانو یو قومندان درېیو ملګرو سره وژل شوی"

د عکس سرچینه، f
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، په شمالي ولایت فاریاب کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ددې ډلې یو قومندان او درې غړي وژل شوي دي.
دې وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، جګړه هغه مهال وشوه چې یو شمېر طالب اورپکو تېره شپه (جوزا/ غبرګولي ۱۷مه) د قیصار پر ولسوالۍ برید وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو دغه برید شاته وتمبول شو او د عملیاتو په پایله کې د ملا کمال په نوم د طالبانو قومندان له خپلو درېیو ملګرو سره ووژل شو او ۷ نور طالبان ټپیان شول.
کورنیو چارو وزارت زیاتوي، د طالبانو دغه قومندان په ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود او په فاریاب کې پر دولتي بنسټونو بریدونو کې فعاله ونډه اخستې وه.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه جګړه کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې له نسبتا ناارامو ولایتونو دی. طالبان ددې ولایت په ځینو برخو کې نفوذ لري.




