طالبانو د بلخ شولګرې امنیه قومندان وژلی

وسله والو طالبانو د بسم الله خان د وژلو پړه منلې ده.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، وسله والو طالبانو د بسم الله خان د وژلو پړه منلې ده.

د افغانستان شمالي بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنیه قومندان بسم الله خان د مزار شریف او شولګرې ولسوالۍ ترمنځ پر غځېدلې لارې د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی او درې ساتونکي یې ټپیان شوي.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وايي، بسم الله خان د چارشنبې په ورځ، له غرمې مخکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی او درې ساتونکي يې ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي، ماین د نوموړي د سورلۍ په ګاډي کې ځای پرځای شوی و چې د ولسوالۍ او مزار شریف د لارې په اوږدو د پل امام بکري په سیمه کې پرې چاودلی دی.

وسله والو طالبانو د بسم الله خان د وژلو پړه منلې ده.

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په چاودنه کې امنیه قومندان ډګروال بسم الله وژل شوی او دوه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

پاکستان کې د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته طالبانو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل فعالیتونه او بریدونه ډېر کړي دي.

پر همدې مهال، طالبانو د چارشنبې پر ګهیځ د غزني ولایت د استیناف پر محکمې ډله ییز ځانمرګی برید وکړ، چې لږترلږه لس کسان پکې ووژل شول.

په وژل شویو کې پنځه ولسي وګړي، یو پولیس او څلور ځانمرګي برید کوونکي وو.